برلسکوني په اووه کاله بند محکم سو
۱۳۹۲ تیر ۴, سهشنبهد ايټالیا د میلان ښار یوې محکمې پخوانۍ لومړی وزیر برلسکوني، یوې کم عمره مراکشۍ نجلۍ ته د پېسو ورکولو او له هغې سره د جنسې اړیکې نیولو په قضیه کې تورن بللی دی او هغه ته یې د اوو کلونو بند سزا اورولې ده.
محکمې دغه راز برلسکوني په دې هم تورن کړی دی، چې تر دې پېښي وروسته یې له خپل واک څخه ناوړه گټه اخيستې ده او پولیسو ته یې د تلیفون له لاري د دغي پېښي د پټولو هڅي کړي دي.
ویل کیږي چې برلسکوني اوس ۷۶ کلن دی او له کریما ایل میهروگ نومي نجلۍ سره یې درې کاله مخکې جنسې اړیکي لرلې. هغه وخت دغه نجلۍ ۱۷ کلنه وه.
دا په دا په داسې حال کې ده چې برلسکوني او کریما پخپله له دې خبري څخه انکار کوي چې هغوی دي یو له بله سره جنسې اړیکه نیولې وي.
د برلسکوني د قضیې په اړه د پریکړې پر مهال نه هغه او نه په دې قضیه کې ښکېله نجلۍ په محکمه کې موجود ول.
د دغې قضیې په اړه د دوشنبې په ورځ پریکړه وشوه او په دې ترتیب سره د دغې دوه کلني جنجالي قضیې لومړی پړاو پای ته ورسید.
قاضیانو دغه پریکړه تر اوو ساعتونو بحثونو وروسته وکړه. زندان ته د برلسکونی د تلو حکم به تر هغه وخته پورې اجرا نه شي چې د هغه له خوا یې پر وړاندي د اعتراض کولو بهیر پای ته نه وي رسیدلی. د ایټالیا په قضایي سیستم کې دغه بهیر څو کاله وخت هم نیولای شي.
پر دې سربیره برلسکوني د ټول عمر له پاره له سیاست څخه هم محروم شوی دی. دا په داسي حال کې ده چي د هغه وکیل دغه پریکړه غیر عادلانه بللې ده او ویلي دي چې پر وړاندې به یې اعتراض وکړي.