برلین کې د ډسکور فوټبال فیستیوال
په روان کې میلادي کې د «ډسکور فوټبال فیستیوال» د آلمان په پلازمېنه برلین کې تر سره شو. په دغه فیستیوال کې د افغانستان او ایران په شمول تر لسو زیاتو هیوادونو ښځینه لوبډلو گډون درلود.
له صدراعظمې انگلا مېرکل سره ملاقات
د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د فوټبال په دغه پنځه ورځني فیستیوال کې د گډون کوونکو ښځینه لوبغاړو سره ولیدل او له هغوی سره یې انځور هم واخیست.
د پاکستان استازیتوب
په دغه فیستیوال کې د لومړي ځل له پاره د کراچۍ ښار د «کراچي یونایټډ» په نوم د ځایي کلب څلور څلورو ښځینه لوبغاړو د پاکستان استازیتوب وکړ. په انځور کې له ښي اړخ څخه کیڼ اړخ ته خدیجه کاظمي، مرینه مري، سارا امین علي او نینا زهري لیدل کیږي.
د مهاجرینو موضوع
د اگست له ۳۱مې نېټې څخه د سپتمبر میاشتې تر څلورمې نیټې پورې په دغه فیستیوال کې له اروپا څخه د آلمان، فرانسې ایټالیې او یونان له افریقا څخه د لېبیا، سودان، کینیا او همداشان له آسیا څخه د افغانستان، ایران او پاکستان ښځینه لوبغاړو ته بلنه ورکړل شوې وه. د سږني فیستیوال مرکزي موضوع مهاجرین او پناه غوښتونکي ول. له دې کبله د هغو هیوادونو لوبغاړي غوره کړی شوي ول چې په مستقیمه توگه د دغه کړکیچ یو اړخ وو.
د ایران گډون
د پنځم ځل له پاره په جوړ شوي د دغه فیستیوال په لومړنۍ لوبه کې د ایران لوبډلې ته د برلین لوبډلې څلور، دوه ماتې ورکړه.
د ښځو له پاره بیلا بیل پروگرامونه
په دغه فیستیوال کې د فوټبال د تمرینونو سربیره یو شمیر نور پروگرامونه هم تر سره شول. په دغه پروگرامونو کې د حقوقو د برابرۍ، د ښځو پر ځان د باور رامنځ ته کیدو او داسې نورو موضوعاتو په هکله د پوهاوۍ ورکشاپونه او بحثونه تر سره شول.
د ښځو د پرمختیا له پاره هوډ
د ډسکور فوټبال د یوې مرکزي غړې یوهانا، په وینا د دوی اداره په ټوله نړۍ کې د فوټبال د ښځینه لوبغاړو له یو بل سره د وسل کیدو یو فلېټ فارم دی. د یوهانا په وینا هغوی به په راتلونکي کې د ایران او لیبیا د سفرونو په څیر ډسکول فوټبال فیستیوال، نورو هیوادونو کې د تر سره کولو هوډ هم لري.