1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برونای هیواد زنا کاران او همجنسبازان سنګساروي

۱۳۹۸ فروردین ۱۴, چهارشنبه

د چهارشنبې په ورځ د نړیوالو سیاستوالو، وتلو څیرو او د بشري حقونو ډلو پر غبرګونونو سربیره برونای هیواد د شریعت سخت ډول معرفي او عملي کول پیل کړل. برونای غواړي چې د زنا او همجنسبازۍ په تور نیول شوي کسان سنګسار کړي.

https://p.dw.com/p/3G9XL
Indonesien | Scharia Polizei Bestrafung in Aceh
انځور: Getty Images/AFP/C. Mahyuddin

د برنیو په ټاپو کې پروت کوچنی هيواد برونای چې د پاچا سلطان حسن البلقیه له لوري اداره کیږي، دغه شدید قوانین تر څو کلن ځنډ وروسته سر له نن څخه عملي کیږي.

په نويو قوانینو کې د غلو د لاسونو او پښو پرې کول هم شامل دي. په جنوبي او ختیځه آسیا کې په ملي کچه د شریعت د دغه راز شدیدو قوانینو عملي کول بې ساري دي او په دې ترتیب برونای هیواد هم په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان په څیر د نورو هغو هیوادونو په ډله کې شامل شو چې شدید شرعي قوانین عملي کوي.

په برونای هیواد کې د نويو قوانینو په ډله کې جنسي تجاوز او غلا ته هم د مرګ سزا ټاکل شوې ده. د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په صورت کې د دې هیواد مسلمان او غیر مسلمان اتباعو ته د اعدام سزا ټاکل شوې ده.

په برونای کې د یادو شدیدو قوانینو عملي کیدلو په ټوله نړۍ کې غبرګونونه او خبرداري هم راپارولي دي. ملګرو ملتونو دغه قوانین «ظالمانه او غیر انساني» بللي دي. وتلو هنري څیرو لکه جورج کلوني او د پاپ سندرو وتلي ستوري ایلټون جان د برونای د هوټلونو د بایکاټ غږ کړی دی.

د مسلمانانو د تاریخ د یوې مهمې ورځې [د معراج د شپې] په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې خپل ملت ته په خطاب سره د برونای سلطان د اسلام د شدیدو لارښونو [د عملي کولو] غوښتنه وکړه خو د نویو [شرعي] قوانینو په هکله یې څه ونه ویل.

د برونای په پلازمینه بندر سیري بیګوان ته څیرمه د غونډو په یوه مرکز کې نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې چې په ملي کچه په تلویزیون کې هم خپریدله وویل: «زه غواړم په دې هیواد کې د اسلامي زدکړو لا غښتلی پرمختګ ووینم.»

Brunei Sultan Hassanal Bolkiah - Neue Gesetze
د برونای پاچا په دې وروستیو کې د خپلې پاچاهۍ ۵۰مه کلیزه ولمانځلهانځور: Getty Images/AFP

په برونای کې له پنځو لسیزو راهیسې د پاچاهۍ تاج د حسن البلقیه پر سر دی. نوموړي په خپله وینا کې همدا راز وویل چې برونای یو «عادل» هیواد دی او د سیلانیانو له پاره د دې هیواد چاپیریال «خوندي او مناسب» دی. تر دې وروسته د دې هیواد حکومتي چارواکو تائید کړه چې د نویو قوانینو د عملي کیدو بهیر پیل شوی دی.

نړیوال غبرګونونه

په برونای کې د شرعي قوانینو عملي کیدو نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي. په آسیا کې د بشري حقونو د څار سازمان مرستیال فیل روبرتسن د برونای نوي قوانین «تر بنیاده پورې وحشیانه، او پر داسې کارونو چې ان جرم نه ګڼل کیږي د تیرو وختونو د مجازاتو عملي کول» بللي دي.

اروپايي ټولنې بیا [د برونای د نويو قوانیو په هکله] د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې نوي مجازات شکنجه، ظلم، غیر انساني او یو تحقیرونکی چلند دی.

دغه نوي قوانین په دې کوچني هیواد کې د ښځو همجنسبازانو [لیزبین]، نارینه همجنسبازانو [ګې]، د داسې نارینه او ښځو چې له دواړو جنسونو سره اړیکي نیسي [بای سیکشول]، او نرښځیانو [ترانسجندر] ټولنې زړه ماتونکي دي.

تر دې وړاندې هم په دې هیواد کې د نارینه وو ترمنځ د جنسي اړیکو سزا لس کاله بند ټاکل شوې وه. د نویو قوانینو په رڼا کې بیا د نارینه وو ترمنځ د جنسي اړیکو د مجازات له پاره سنګساز ټاکل شوی دی. سربیره پر دې که چیري یوه میرمن له بلې ښځې سره په جنسي اړیکو تورنه وګڼل شي، په دې صورت کې د نويو قوانینو په رڼا کې تر ۴۰ درو وهلو پورې سزا ټاکل شوې او یا ور ته حد اکثر لس کاله بند په پام کې نیول شوی دی.

Japan Brunei Moschee Muslime
انځور: REUTERS/Ahim Rani

په برونای کې یوه ۳۳ کلن همجنسباز د نوم د نه بربنډیدو په صورت کې وویل چې نوي قوانین نامناسب او ظالمانه دي او باید عملي نه شي. نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دا [نوي قوانین] په حقیقت کې زما د خپل ځان د څرګندونو له پاره زما خوښي او آزادي له ما اخلي او پر ما به ډیر بد اغیز وکړي.»

زولحلمي بن محمد یوه ترانسجدر میرمن ده چې تیرکال له برونای هیواد څخه په تیښته بریالۍ شوه او اوسمهال یې په کاناډا کې د پناه غوښتنه کړې. نوموړې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې وضعیت به د [برونای] په هیواد کې د نرښځیانو د ټولنې له پاره له دې هم بد شي. د نوموړي په خبره په دې هیواد کې نرښځیانو له وړاندې نه ډیر مخفي او پټ ژوند درلود. نوموړې ۱۹ کلنې ترانسجندر وویل: «ځینې کسان ډیر په اندیښنه کې دي او غواړي چې مخکې له دي چې څوک ورباندې وپوهیږي چې دوی هیتروسیکشول [هغه کسان چې له مخالف جنس سره جنسي اړیکي ټینګوي] نه دي، دغه هیواد ترک کړي.»

د برونای د مذهبي چارو وزارت یوه چارواکي د نويو قوانینو د عملي کیدو پر پخلي سربیره د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د لومړي وزیر د دفتر له لوري په تیره اونۍ کې [د نویو قوانینو] په هکله اعلامیه اوس عملي کیږي او په دې ترتیب د اپریل میاشتې ۳ نیټه [د یادو قوانینو] د عملي کیدو نیټه ټاکل شوې ده.»

د برونای هیواد یوه بل چارواکي بیا د نوم د نه بربنډیدو په شرط هم د نوو قوانینو د عملي کیدو پخلی کړی دی. د برونای هیواد پاچا چې د نړۍ د بډایه کسانو له ډلې څخه دی او په یوه طلايي او ستره ماڼۍ کې ژوند کوي، د نویو قوانینو یاد پلان په ۲۰۱۳م کال کې اعلان کړی وو. د یادو قوانینو لومړۍ برخه په ۲۰۱۴م کال کې عملي شوې وه چې د جمعې د لمانځه نه ادأ کولو په ګډون یو لړ ناسم چلندونو ته زندان او یا د جریمو په څیر نرمې سزاګانې په پام کې نیول شوې وې.

Brunei Sultan Hassanal Bolkiah - Neue Gesetze
انځور: Getty Images/AFP

د امریکايي فلمي ستوري جورج کلوني له لوري د تیرې اونۍ په ترڅ کې په امریکا متحده ایالاتو او اروپا کې د برونای هیواد د ۹ هوټلونو د بایکاټ موضوع، د دې سبب شوه چې دغه څه د نړیوالو رسنیو پام ځان ته واړوي. له هغې مودې راهیسې تر اوسه پورې یو شمیر وتلې نورې نړیوالې څیرې هم د برونای هیواد د دغو نویو قوانینو غندلو ته را دانګلي دي.

د برونای هیواد سلطان چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې یوازنی اوږدمهاله پاچا دی، د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۹م کال کې د دغه راز قوانینو د عملي کولو غوښتنه کړې وه. تر اوسه پورې دا هم روښانه نه ده چې سنګسار به په اصل کې عملي شي او که نه، ځکه د سنګسار د سزا د عملي کولو له پاره ګڼ شمیر شواهدو او ثبتونو ته اړتیا وي. سربیره پردې برونای هیواد له لسیزو راهیسې تر اوسه پورې څوک نه دي سنګسار کړي.

زموږ له آرشیف څخه:

AFP-KH-NZ