بریتانیا: د پاچا چارلس دریم لومړۍ سکه چاپ سوه
۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعهاعلان
د رویال مینت ضراب خانې نن پنجشنبه خبر ورکړ چي د نوي پنځوس سنته ۴،۹ ميلیونه سکې چاپ سوي دي. پر نوي سکې باندي د پاچا عکس بریتانوي هنرمند، مارتین یینزینگ د چارلس دریم د یوه عکس څخه اخیستی دی او مسوده یې مستقیماً پخپله چارلس دریم ورکړې وه.
د بریتانیا د عنعنې مطابق چارلس چپې، یعني د مړې سوي ملکې، الیزابت دوهمي برعکس هغه بلي خواته گوري. د سکې هغه بلي خوا ته په ۱۹۵۳م کال کي د الیزابت دوهمي د پاچاکیدو د مراسمو شکل معلومیږي.