بلوچستان: په ترافيکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ تنه مړه شوي
۱۴۰۳ خرداد ۹, چهارشنبهپاکستاني پولیسو او دولتي چارواکو دغه ترافيکي پېښه تائېد کړې او وېلي ېې دي پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار وختي شوې ده. د وژل شوو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په سیمه کې يوه چارواکي عصمت الله، وويل چې په پېښه کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ټپیان شوي هم دي چې د کويټې ښار روغتون ته رسول شوي چې د ځينو روغتيايي وضعیت نازک دی.
د ځايي پولیسو یو افسر، اصغر علي، وويل چې دغه مساپروړونکی بس له تربت ښار څخه روان شوی وو چې په واشک سيمه کې د پېښې ښکار شو. تربت د پاکستان د بلوچستان ایالت تر مرکز کوېټې وروسته دوهم لوی ښار دی.
ځايي رسنیو د پېښې انځورونه خپاره کړي چې په کې ګړنګ ته غورځېدلی تخریب شوی بس ليدل کیږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي، پر پېښه خفګان ښودلی دی. په پاکستان کې ترافيکي پېښې معمول دي، په ځانګړې توګه پر خرابو او ناهوارو سړکونو چې لامل ېې تر ډېره د ترافيکي قوانینو نه رعایت ښودل کيږي.
د روانې مياشتې په سر کې هم په یوه ورته ترافيکی پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي ول.
mks/bs (AP,dpa)
په پاکستان کې د وروستۍ ګرمې څپې پر موضوع یو انځوریز البوم: