تایوان یو وار بیا پر خپله فضا چینایي بالونونه لیدلي
۱۴۰۲ بهمن ۲۲, یکشنبهویل کیږي چې لومړی بالون سهار او وروستی یې بیا د شپې په نیمایي کې لیدل شوی دی. د جمعې په ورځ هم تایوان د اتو بالونونو د لیدلو خبر ورکړی وو. خو د دغو بالونونو د موجودیت دلیل لا څرګند نه دی.
دغه شمیر نسبتاً لوړ دی. وخت نا وخته دا ډول بالونونه د چین او تایوان ترمنځ د غیر رسمي سرحدي پولې د پاسه د پرواز په حال کې لیدل شوي.
تایوان شکایت کوي چې دغه بالونونه یې د هوایي حریم له پاره خطر او د رواني جګړې یوه برخه ده، هغه موضوع چې چین د تیر میلادي کال د دسمبر په میاشت کې رد کړې وه. چین ادعا کوي چې له دغو بالونونو څخه د هوا پيژندنې په برخه کې کار اخیستل کیږي او باید ورته تر اندازې ډیر سیاسي اړخ ور نه کړلی شي.
د چین د دفاع وزارت تر اوسه پورې د تایوان د دغو ادعاو په هکله له غبرګون ښکاره کولو څخه ډډه کړې ده. په اوس وخت کې په چین او همدارنګه تایوان کې د نوي کال جشن لمانځل کیږي.
د چین او تایوان ترمنځ اړیکي کړکیچنې دي، ځکه د چین ولسي جمهوریت تایوان ته چې په دیموکراتیکه توګه اداره کیږي د خپل هیواد د یوې جلا شوي ایالت په سترګه ګوري.
د چین د ګواښونو سربیره د تایوان پخوانی مرستیال ولسمشر لای چینګ ته، د جنورۍ میاشتې په ټاکنو کې د ولسمشر په توګه انتخاب شو. نوموړی له چین څخه د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح