1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر چين او نيپال وروسته بوټان هم پر هند سترګې برګې کړي

۱۳۹۹ تیر ۶, جمعه

هند چې له خپلو ګاونډيو هیوادونو چين او نيپال سره په تازه سرحدي اختلافاتو کې ښکیل دی، اوس يو بل ګاونډي هیواد بوټان هم ورباندې سترګې رابرګې کړي دي. بوټان په سرحدي سيمه کې پر هندي کروندګرو باندې اوبه بندې کړې دي.

https://p.dw.com/p/3eNs2
Bhutan - Indiens Premierminister Narendra Modi zu Besuch
انځور: Getty Images

بوټان په خپل سرحد کې د هندوستان د شمال ختيځ ايالت اسام پر کروندګرو باندې د کالا سيند څخه ورتلونکې اوبه درولي دي. بوټان دغه اقدام په داسې وخت کې کړی چې هندوستان له چين او نيپال سره په سرحدي شخړو کې ښکيل دی. اوس د دغې ستونزې د حل له پاره پر مختلفو کچو هڅې روانې دي.

د بوټان له لوري پر هندوستان د اوبو درول، د زرونو هندي کروندګرو معیشت له خطر سره مخ کړی دی. هندي کروندګرو د اوبو د بيرته پريښودو غوښتنه کړې او تر څنګ يې په مظاهرو لاس پورې کړی چې په ترڅ کې يې لوېې لارې تړلي ده. مظاهره کونکي پر نوي ډهلي فشار واردوي چې د ستونزې د حل له پاره دې ژر تر ژره له بوټان سره خبرې وکړي.

د بوټان «کالا» سيند د هندوستان د آسام ایالت د سرحدي بکسا سيمې کروندګرو له پاره د شا رګ حيثيت لري.

Bhutan | Bild 7b Chukha Wasserkraftwerk
انځور: M. Marke/A. Steinbuch

د دغې سيمې اوسیدونکي د ۱۹۵۳م کال د يوه توافق له مخې د خپلو کروندو له پاره د کالا سیند له اوبو څخه کار اخلي. له دغه سيند څخه جلا شوی کانال، د هندوستان د بکسا سیمې ۲۶ کلیو ته اوبه ورکوي.

خو اوس دغه سيند د بوټان حکومت له خوا په ناڅاپي توګه تړل شوی، چې له امله يې شپږ زره هندي کروندګرو ته ستونزې راولاړې کړي دي. دغه کروندګر وايي: «موږ د نورو کلونو په څير سږکال هم په خپلو ځمکو کې کرکيله پيل کړې وه، خو بوټان په ناڅاپي توګه پر موږ اوبه بندې کړې. په دې کار سره موږ له سختو زيانونو سره مخ کيدای شو.»

بوټان ويلي چې دغه اقدام يې د کرونا وبا له مخې کړی دی او دليل يې دا بولي چې بوټان ته د هيڅ بهرني وګړي د داخلیدو اجازه نه شته له همدې امله هندي کروندګرو له پاره هم بوټان خاورې ته د کانال د پاکولو په موخه د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي. خو هندي کرونګر بيا وايي چې د کرونا وبا او د سيند اوبه دوه جلا جلا مسئلې دي او د کرونا په پلمه د اوبو بندول سم کار نه دی. دوی وايي چې په دې کار سره د سيمې کروندګر له لويو ستونزو او زيانونو سره مخ کيدای شي.

څو ورځې مخکې نيپال هم هندوستان سره پر پوله د لال باکيا د سيند اوبه تړلې وې. نيپال د هندوستان پر سرحدي ایالت بيهار په ختيځه سيمه چمپارن کې د بريښنا د يو بند د ترميم پر مهال پر هندوستان اوبه تړلې وې.

له بل لوري دې سره جوخت د چين او هندوستان تر منځ هم سرحدي او پوځي ترينګلتيا ادامه لري. د رپوټونو پر اساس، د هند او چين په وروستۍ سرحدي نښته کې د هندوستان ۲۰ سرتيري ووژل شول. هندوستان له چين څخه غوښتي چې دغه مسئله د خبرو اترو له لارې حل کړي.

بوټان چې نژدې ۳۸ زره کيلومتره مربع مساحت لري، تر مالديپ وروسته د سويلي آسيا دوهم تر ټولو کوچنی هیواد دی.

دويچه ویله ا/م.ک.ص/ ا.خ.ح

زموږ له آرشیف څخه: