ترمپ غواړي بیا ولسمشر سي
۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبهحتی په منځمهاله ټاکنو کي له انتظار سره سم هیلو پرته ترمپ د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو له پاره د خپل دریم ځل کمپاین اعلان کړی دی. نوموړي په دې اړه خپل اسناد د امریکا متحده ایالاتو انتخاباتي کمېسیون ته وړاندي کړي دي. د ۲۰۲۴م کال د نوومبر مياشتي پر۵ د انتخاباتو له پاره د خپل ځان په کاندیدو سره، هغه په خپله د امریکا شرایطو ته په کتو سره په غیر معمولي ډول مخکی له وخته هلی ځلي پیل کړي دي.
ترمپ: په «ډېر قوي احتمال» به په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید کړم
ترمپ باید له ډیر صبر او حوصلې څخه کار واخلي او هغه هم له هره اړخه. د کانگرس په انتخاباتو کي د جمهوري غوښتونکو په گوند کي هر دریم تن د ترمپ پر وړاندي خراب نظر درلود. د ټولپوښتني له مخي د امریکايانو اکثریت له ترمپ سره مخالف دریځ لري.
پر خپل سر د قدرت ادعا؟
هغه بې شمیره دوسیې او پلټني چي دغه سیاستوال ورسره لاس او گریوان دی، هم ښايي د هغه له پاره په یوه درانده بار واړول سي. علاوه پر دې ښايي د ده له پاره د بیا ټاکل کیدو اصلي دلیل دا هم وي چي د ولسمشر په توگه امکان لري له هر ډول قانوني تعقیب څخه ځان خلاص کړي.
اول باید ترمپ خپل ګوند جمهوري غوښتونکو ته د ځان په هکله قناعت ورکړي. او دا له ډېره وخته راهیسي کومه معمولي خبره نه ده. په خاص ډول د نوومبر مياشتي د اوایلو د کانگرس په انتخاباتو کي د جمهوري غوښتونکو تر مایوسۍ وروسته دغه پخوانی ولسمشر د خپلو همکارانو له مخ پر زیاتیدونکي انتقاد سره مخامخ سو.
«زه له بایللو ستړی سوی یم»
په منځمهاله ټاکنو کي د ترمپ ګوند له انتظاره پرته د پام وړ کمزوری چلند درلود. پر ډیري نژدې سیالۍ سربیره د استازو د مجلس له پاره د بایدن ګوند هم لکه څنگه چي تمه یې کیدله د سنا اکثریت په لاس رانه وړ. هغه ډیر مشهور کسان چي د ترمپ پلویان ول، هغوی هم په ډیموکراټانو کي خپلي چوکۍ له لاسه ورکړې.
د په اصطلاح «سرې څپې» رامنځته کیدل چي د ډېرو جمهوري غوښتونکو هیله وه او د هغوی د گوند رنگ دی، عملي نه سو. د مریلنډ گورنر، لري هوگان شکایت کوي چي «دغه سره څپه باید ډیره لویه وای، خو بیا مو هم ترسره نه کړ.» هوگان وویل: دا پر له پسې دریمي ټاکني دي چي د ترمپ له امله جمهوري خواهان پکښي بریالي نه سول. «زه نور له بایللو ستړی سوی یم».
GP/NZ/DW.Online