ترکیې تر څلورو کالو وروسته بیرته اسراییلو ته سفیر لیږلی
۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبهترکي رسنیو نن چهارشنبه خبر ورکړ، چي تجربه کاره ډیپلومات ذاکر اوچکان تورنلر د جمهوري ریاست د یوه فرمان پواسطه دغه پُست ته انتخاب سوی دی. دا د وروستیو کوښښونو په سلسله کي تازه اقدام دی، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط بیرته نورمال سی. تورنلر د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۴ م کال پوري په بیت المقدس کي جنرال قونسل ؤ.
انقرې په ۲۰۱۸ م کال کي د اسراییلو څخه خپل سفیر راوایستی او د اسراییلو دا یې د ترکیې څخه اخراج کړ. انقرې د هغه دلیل د غزې په تراډه کي د اسراییلي پوځ پواسطه د په لس هاوو فلسطیني مظاهره کونکو وژل راوړی ؤ. اسراییلو یې په جواب کي د بیت المقدس څخه د ترکیې قونسل اخراج کړ. د سږکال په اگست میاشت کي بیا دواړو خواوو تر څو میاشتو نژدې کیدو وروسته د ډيپلوماتیکو روابطو بیرته احیأ کیدلو اعلان وکړ او په همدې دلیل یې اوس سفیران هم سره ولیږل. اسراییلو په سپټمبر کي لا انقرې ته خپل سفیر لیږلی ؤ.