ترکېې د ۱۸ هېوادونو ۵۶ مهم شکمن کسان نيولي
۱۴۰۲ دی ۱۳, چهارشنبهدترکيې د کورنيو چارو وزیر علي يرلیکایا، وويل چې دغه شکمن کسان د انترپول یا نړیوالو پولیسو په «رېد نوټیس» یا سور نوملړ کې شامل وو. په دغه لیست کې د هغو شکمنو افرادو نومونه شامل وي چې د هېوادونو له خوا د پولیسو دغه نړېوال سازمان ته د نیولو له پاره معرفي شوي وي.
زیاته شوې چې نيول شوي کسان د امریکا متحده ایالاتو، آلمان، هندوستان، د پخواني شوروي اتحاد یو شمير جمهوریتونو، د آسیا او منځني ختيځ د یو شمېر هیوادونو له لوري تر تعقیب لاندې ول.
د ترکيې د کورنيو چارو وزير دفتر د نيول شوو کسانو نومونه نه دي ښودلي، خو زیاته کړې یې ده چې دغه افراد د استانبول په ګډون د ترکيې په ۱۱ ولایتونو کې د همغږي شويو امنيتي او چاڼيزو عملیاتو په جریان کې نيول شوي دي.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت او استخباراتو ادارې، MIT، په وروستیو اوونيو کې د چټکو او لوړې درجې عملیاتو د ېوې لړۍ له پيلولو خبر ورکړی وو. دغو ادارو اعلان وکړ چې د نوي ۲۰۲۴ میلادي کال په مخه کې دغو عملیاتو کې ېې د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره تړاو لرونکي شاوخوا ۲۰۰ شکمن کسان نيولي دي.
mks/akh/(AFP)
له آرشیف څخه: