تر۲۰۳۰م کاله به د پاکو اوبو غوښتنه دوه برابره زیاته شي
د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ کیدای شي په راتلونکو ۱۳ کلونو کې د څښاک اوبو غوښتنه دوه برابره زیاته شي. دغه سازمان د اوبو د نړیوالي ورځي په مناسبت غوښتي دي چې د بدرفتونو اوبو د بیا کاروني سیستم باید پياوړی شي.
تر۲۰۳۰ م کال ۵۰ سلنه غوښتنه زیاتیږي
د ملګرو ملتونو سازمان او یونیسکو د یوه رپوټ پر بنسټ تر۲۰۳۰م کاله پورې به د څښاک پاکو اوبو غوښتنه۵۰ سلنه زیاته شي. د نورو تر څنګ د دې کار یو لامل کیدای شي په پرله پسې ډول د ځمکې د تودوخې درجې لوړیدل وي.
کارول شوي اوبه روغتیا ته ګواښ پيښوي
د سږني رپوټ اساسي موضوع کارول شوي اوبه وه. د چاپیریال ساتنې او په نړۍ کي پاکو اوبو ته د غوښتني په پام کي نیولو سره باید اوبو ته د بیا استعمال وړ ګرځولو سیستم پياوړی شي. د دغه رپوټ پر بنسټ هرکال نږدې ۳،۵ میلیونه انسانان د هغو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې په اوبو پوري اړه لري. ۸۰۰ زره کسان د ناپاکو اوبو او د لاس منځلو امکاناتو د نیمګړتیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
۸۰ سلنه اوبه دوباره نه کارول کیږي
د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ شتمن هیوادونه خپل ۷۰ سلنه کارول شوي اوبه بیرته د استعمال وړ ګرځوي. همدارنګه په نړۍ کي۸۰ سلنه کارول شوي اوبه بې له دې چې د دوباره استعمال وړ وګرځول شي، چاپیریال ته پریښودل کیږي.
په غزه کې بېړنی حالت
د اکسفام د رپوټ پر بنسټ په غزې تراډه کې په کافي اندازه اوبو ته د لاسرسي امکاناتو د نه موجودیت له امله نږدې ۲ میلیونه انسانان پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له ګواښ سره مخامخ دي. ځکه په دغه سیمه کې د ۲۰۱۴م کال د جګړې له امله د اوبو رسنوني ویجاړه شوې بنسټونه دوباره نه دي رغول شوي.
د امکاناتو کمښت
د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر نبسټ اوبه د دویم ځلې استعمال له پاره اماده کول د څښاک د پاکو اوبو له مهمو منابعو څخه شمیرل کیږي چې دغه سیستم تر اوسه پوري په کافي اندازه نه شته.
هر څلورم ماشوم رنځ گالي
د عیسوي کلیساو مشر پاپ فرانسسکو او مرستندویه سازمانونو د نړۍ په مختلفو برخو کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ناورين ته اشاره کړې ده. همدارنګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو مدافع سازمان یونيسف د میلیونونو ماشومانو د ګواښونکوي وضعیت خبر ورکړی دی.
کیدای شي د کرهڼي سکتور ته ګټه ورسیږي
د اوبو دوباره استعمال وړ ګرځولو پروسه نه یوازې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي امکان برابروي، بلکې له دې لارې د کرهڼې یا زراعت سکتور ته هم ګټه رسیږي.