1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

جعلي شرابو په ایران کې ۷۹ تنه وژلي

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

د فارس ولایت چارواکو د صنعتي الکهولو د څښکلو له امله د ۷۹ تنو د مړينې او ۶۴۲ تنو د مسمومیدو خبر ورکړی. د قم ښار یوه قضایي چارواکي بیا ویلي چې په دې ښار کې یوازې دوو تنو په دې خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړی.

https://p.dw.com/p/3aBRd
Alkohol
انځور: IRNA/M. Soleimani

د فارس ولایت د مرکزي روغتون د بیړني سرویس د عامه اړیکو عمومي مشر حسن همتي، ویلي دي چې د یکشنبې ورځې تر سهاره پورې په دې ولایت کې د ۶۴۲ تنو د مسمومیدو پيښې ثبت شوي دي چې له دې ډلې څخه ۷۹ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. حسن همتي ویلي دي چې د ټول ولایت په کچه د جعلي شرابو له امله د مسموکیدو پيښې موجودې دي، خو اکثره موارد یي په شیراز کې رامنځ ته شوې دي: «دغو کسانو هغه شراب څښکلي دي چې په ترکیب کې یي صنعتي الکهول کارول شوي وو.»

د فارس د بیړنیو پيښو د څانګې مشر محمد جواد مرادیان، ویلي دي چې مسموم شوي کسان د ۲۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري چې یو شمیر یي د ځانګړي مراقبت په برخه کې بستر شوي دي. مرادیان یادونه وکړه چې د الکهولو استعمال پر کرونا د اخته کیدو د وقایې په برخه کې هیڅ تاثیر نه لري او له خلکو یي غوښتي دي چې د دې موضوع په ارتباط دې د تبلیغاتو فریب نه خوري.

په عین وخت کې د فارس ولایت انتظامي چارواکو د اتو تنو د نیولو خبر ورکړی دی چې د دې جعلي مشروبو د جوړولو او ویشلو اصلي مسئولین دي. تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې امنیتي ځواکونو په تیرو ورځو کې ۵۰۰۰۰ لیتره مشروب کشف کړي دي.
د قم ولایت څارنوال احمد عظیمي بیا وویل: «قم د خلکو عقیدې او پر وخت په دې اړه چې د شرابو څښکل د کرونا ناروغۍ د وقایې په برخه کې هیڅ تاثیر نه لري د اګاهۍ رسونې په پام کې نیولو سره، موږ په دې ولایت کې یوازې د ۴ تنو د مسمومه کیدو او دوو تنو د مړينې شاهدان وو.»

عظمي زیاته کړه چې په مجازي فضا کې د خلکو د عقیدې خرابولو په موخه په دې برخه کې تبلیغات ترسره کیږي. اعلان شوې شمیرې ښيې چې په تیره یوه میاشت کې د ایران په مختلفو ولایتونو کې د جعلي شرابو د استعمال له امله ۳۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳۰۰ تنه نور مسمومه شوي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ م.ج