حوثي ياغيانو بيا د سعودي د تېلو پر تأسيساتو بريد کړی دی
۱۴۰۱ فروردین ۶, شنبهد سعودي عربستان د نفتو د شرکت آرامکو پر تاسيساتو بريد په جده کې د دغه ښار د فورمولا وان د ځغاستو لوبغالي ته څېرمه د پراخې اورلګېدنې باعث شوی دی. په دغه لوبغالي کې د يکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د ګران پريس په نوم د موټرو ځغاسته پلان شوې ده.
د امريکا متحده آيالاتو او آلماند پر سعودي عربستان باندې د حوثي ياغيانو دغه بريدونه غندلي دي. په عین وخت کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د جمعې په شپه په يمن کې غچ اخيستونکي هوايي بريدونه تر سره کړي دي. تر برید وروسته د جدې د تېلو د بټۍ د پاسه د لوګي لويې وريځې لیدل شوي دي. د حوثي یاغیانو دغه بريد د فورمولا وان ځغاستې له پاره د آزاد تريننګ پر مهال تر سره شوی دی.
د موټرو د ځغاستې د سیالیو د دغې لړۍ اجرائيوي مشر، ستېفانو دومنيکالي، د يوې څلور ساعته بېړنۍ ناستې پر مهال د ټيمونو مشرانو او د موټرو چلونکو ته اطلاع ورکړه چې »د ځغاستې د اوونۍ دغه پای به د پلان سره سم دوام پيدا کوي«، دغه خبره يوه وياند وکړه.
په يمن کې د رياض په مشرۍ د پوځي ائتلاف يوه وياند، ترکي المالکي، وويل چې حوثي ياغيانو په سعودي عربستان کې ټول ټال ۱۶ بريدونه کړي چې د يوه برېښناکوټ تر څنګ د تېلو بېل تاسيسات پکې په نخښه شوي دي. د المالکي په خبره په رياض کې لګېدلی اور هم تر کنترول لاندې راوستل شوی دی.
د امريکا متحده آیالاتو د حوثي یاغیانو له لوري پر سعودي باندې د تیرې جمعې ورځې وروستي بريدونه »د نه منلو وړ« وبلل. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې وويل چې »موږ به له دې وروسته هم زموږ د سعودي عربستان له شريکانو سره ګډ کار وکړو څو د هغوی دفاعي سيستمونه پياوړي کړو، په داسې حال کې چې په يمن کې د شخړې د هوارولو د يوه دايمي حل له پاره هم کار کوو.«
بلخوا د آلمان د بهرنيو چارو وزارت هم د حوثيانو بريدونه »په کلکه« وغندل. په خبره يې وروستي بريدونه »له بشري بين الدول حقونو او سيمه يز ثبات څخه سرغړونه ده، ځکه چې هغه نورې ترينګلتيا ته لمن وهي. پر ملکي اهدافو بريدونه هيڅ د تويجه وړ نه دي.«
د يمن حوثي ياغيان په وار وار په ګاونډي سعودي عربستان کې بېلابېل ځايونه په نښه کوي. د تېرې اوونۍ په پای کې ياغيانو سره سمندر ته څېرمه په صنعتي ښار ينبعُ کې د ګازو يوه بټۍ او د تېلو يوه تصفيه خانه په نخښه کړه او تر برید وروسته دغه تصفيه ځای خپل توليد په موقت ډول درولی وو.
په يمن کې د ۲۰۱۵ کال راهيسې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او نورو عربي هېوادونو له خوا د ملاتړ لرونکي ولسمشر عبدالربو منصور هادي او د ايران د ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو تر منځ جګړه روانه ده. په دغه شخړه کې د ملګرو ملتونو په حواله تر اوسه ۳۸۰ زره انسانان وژل شوي دي. په ميليونو نور بيا تېښتې ته اړ شوي دي.
آ./ن.ص./خ.ح.