آیا افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي امکان شته؟
۱۴۰۲ مهر ۱۹, چهارشنبهکه څه هم خوارځواکي په جګړه ځپلي هېواد افغانستان کې له کلونو راهیسې موجوده ده، خو د تېر جمهوري نظام په پرځېدو او د نړیوالو مرستندویانو د مرستو په کمېدو سره د کافي خوړو نشتوالي له کبله د خوارځواکو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
له خوارځواکۍ سره مخامخ افغان کورنۍ وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپلو ماشومانو ته صحي خواړه برابر کړي.
له بلې خوا د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د تغذیې د څانګې مشر وايي چې د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه څه باندې ۸۹۶ زره ماشومان او څه باندې ۴۴۴ زره شیدې ورکوونکي او میندواره میندې روغتیايي مرکزونو د خوار ځواکۍ له کبله مراجعه کړې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د تغذیې د څانګې د شمېرو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې بیا په ټول هيواد کې څه باندې ۱۹۶ زره ماشومان او څه باندې ۸۴۵ میندواره او شیدې ورکوونکې مېندې د تغذیې د درملنې مرکزونو ته راجع کړې ده.
خوارځواکي څه ته وايي؟
خوارځواکي چې په انګلیسي کې ورته malnutrition وايي، خرابه تغذيه بلل کېږي.
خرابه تغذيه په دې مانا چې یا خواړه کم شي او یا مغذي مواد مطلق کم شي او یا دا چې کمښت یې رامنځته شي.
روغتیاپالان یا ډاکتران خوراځواکي هغه پټالوژیک حالت بولي چې د انسانانو له پاره خوراکي مواد مطلق او یا د کمښت له کبله رامنځته شي او که دغه خوراکي مواد ډېر شي نو دا بیا چاغښت ته اوړي چې شخص پرې اوړي.
ډاکتران زیاتوي چې کله د یوه انسان د خوړو کمیت او کیفیت کم یا زیات شي نو خرابه تغذیي یا خوارځواکي رامنځته کېږي. د افغانستان په ختیځ کې ډاکتر حبیب الله روفي وايي، د خوراکي موادو کمښت او د کیفیت ټیټوالي ته under nutrition یا له عادي حالت څخه ټیټه تغذیه او له دې موادو زیاتوالي یا له حد اوښتو ته over nutrition وايي.
د نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د خوړو نړیوال سازمان په وینا، دا مهال د افغانستان نږدې ۲۹ میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري او ډېر وګړي له قحطۍ سره د مخامخ کيدو په حال کي دي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د مرستو په کمېدو سره په افغانستان کې د بې کارۍ له کبله فقر او بېوزلي اوج ته رسېدلې چې له همدې امله د خوراکي توکو کمښت رامنځته شوی چې میلیونونه افغانان یې اغېزمن کړي دي.
ډاکتر روفي وايي، د خوراکي توکو د کمښت له کبله د خوارځواکۍ له کبله پر لویانو سربېره ماشومان هم اغېزمنېږي، ځکه خوراکي توکي یا خواړه د انسان د بدن په جوړښت، ترمیم او پایښت کې ډېر مهم رول لري.
د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف د روان میلادي کال د سپټمبر پر ۲۷مه په یوه تازه راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري. یونېسف وايي، له ۲۹،۲ میلیونه اړو افغانانو له ډلې ۱۵،۸ماشومان بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري.
دې سازمان ویلي، ۸۷۵۰۰۰ افغان ماشومان چې پنځه کلنۍ ته نه دي رسېدلي، د سختې یا شدیدې خوارځواکۍ له کبله درملنې ته اړتیا لري. په ورته مهال یو شمېر بېوزله افغانان چې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته شوي وايي، د حاکم رژیم او نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د کابل اوسېدونکی حفیظالله چې د کابل پر واټونو هره ورځ د کار په تمه ولاړ وي، وايي چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله یې څلور کلنه لور په خوارځواکۍ اخته شوې او دا یې د درملنې وس نه لري.
حفیظ الله وايي: «زما لور څلور کلنه ده. ډېره ضعیفه ده، له پیدایښت راهیسې ډېره کمزورې وه. زما اقتصادي وضعیت ښه نه دی چې ورته خواړه ورکړم.»
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکی محمد بهادر شینواری هم له ورته ستونزې کړيږي او وايي چې اوس یې دوه ماشومان په خوراځواکۍ اخته دي. شینواري زیاته کړه: «یو زوی او یوه لور مې ډېر ضعیف دي. د دوی د بدن اوبه کمېږي. زه خپله ښار کې کراچۍ چلوم او د دوی د درملنې له پاره پیسې نه لرم. زما غوښتنه ده چې راسره مرسته وشي او د دغو بچیانو درملنه وکړم.»
د ماشومانو د زیږون ترمنځ فاصله
افغانستان په ختیځ کې ډاکتر حبیب الله روفي وايي چې په ښاري سیمو کې د خلکو اقتصادي وضعیت لږ ښه دی، خو په لېرې پرتو سیمو کې بیا خلک نه شي کولای خپلو ماشومانو ته کافي خواړه ورسوي. هغه زیاتوي: «تاسو وګورئ په ښاري سیمو کې کورنۍ یو څه ویټامینونو ته لاسرسی لري، خو په کلیوالو سیمو کې بیا دوی دغه خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري. کلیوال دې د شته امکاناتو څخه استفاده وکړي، خلک دې شيدې، مستې، هګۍ، وریجي، کبان، مېوې او نورو خوراکي توکي استفاده کړي. دا هغه خواړه دي چې په ټولو کلیوالي سیمو کې ورته خلک لاسرسی لري.»دی د خوارځواکۍ د مخنیوي له پاره یوه بله مهمه مسئله د کورنیو ترمنځ د ماشومانو پیدا کېدو له پاره پلان هم مهم بولي.
ډاکټر روفي زیاتوي: «ډېري کورنۍ د ماشومانو پیدایښت له پاره منظم پلان نه لري، یو یې یو کلن وي چې دوی بل ماشوم نړۍ ته راوړي، چې د همدې ستونزې له کبله بې وزله کورنۍ د تغذیې له پاره کافي امکانات نه لري. کله چې د ماشومانو ترمنځ واټن کم وي په هغو کورنیو کې خوراځواکي بیا ډېره زیاته وي.»
موږ د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له مسوولانو سره د خبرو هڅې وکړي ترڅو په دې برخه کې په افغانستان کې د شته امکاناتو او راتلونکو پروګرامونو په اړه ترې نظر واخیستل شي، خو د مکررو تماسونو سره سره کوم مسوول شخص خبرو ته حاضر نه شو.
د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، که کافي بودیجه ور ونه رسېږي نو ښايي بشري مرستې ودروي او یا یې ډیرې کمې کړي. دې ادارې زیاته کړې ده چې له اړمنو افغانانو سره د مرستو له پاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې بسپنه ورکوونکي هیوادونه او سازمانونه یې باید ژر تر ژره ورته برابر کړي.
سربیره پر دې، یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق وايي چې دمګړۍ افغانستان په نړۍ کې هغه هیواد دی چې تر پنځه کلنۍ کمو ماشومانو کې خوارځواکي خورا لوړه یعنې ۴۱ سلنه ده. دغه سازمان زیاتوي چې په افغانستان کې اوس د ټولو هغو ماشومانو له ډلې چې عمرونه یې د ۶ او ۲۴ میاشتو ترمنځ دي، یوازې ۱۲ سلنه یې د خپل عمر مطابق مناسبو خوړو ته لاس رسی لري.
ا.ج / خ.ح / ن.ز