خوست کې ځانمرګي برید سخته مرگ ژوبله رامنځ ته کړې
۱۳۹۴ فروردین ۱۳, پنجشنبهد خوست د امنیې قوماندان، مل پاسوال غیرت دویچه ویله ته په یوه لڼد تیلفوني تماس کې وویل چې ځانمرګی برید د یو شمیر کسانو په منځ کې چې د یوې مظاهرې له پاره راټول شوی وو تر سره شو.
غیرت زیاته کړه چې د لومړیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې تر اوسه پوری د ۱۸ کسانو د وژل کیدو او څه نا څه ۶۰ تنو نورو د ټپی کیدو خبر ورکړل شوی دی : «چادونه د ځانمرگي بریدگر له خوا د خلکو په منځ پیښه شوه. د برید ټول قربانیان ملکي خلک دي.»
د خوست امینې قوماندان وویل چې «دغه مظاهره» د ولایت د سرپرست پر ضد په لاره اچول شوی وه. که څه هم د پیښی مسوولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستې خو مل پاسوال غیرت وویل چې دا د افغانستان د «دښمنانو» کار دی. دغه اصطلاح افغان چارواکي معمولا د طالبانو په شمول د وسلوالو یاغیانو له پاره استعمالوي چې د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد جنگیږي.
په خوست ولایت کې د دویچه ویله خبریال فریدالله ظاهر وویل چې چاودنه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې په هغو خیمو کې رامنځ ته شوه چې د خوست ولایت دوو وکیلانو او یو شمیر خلکو د اعتراض په توګه وهلي وي او له حکومت څخه يې غوښتل چې د خوست سرپرست والي له خپلې دندې ګوښه کړي.
ظاهرو روپوټ ورکړی دی چې د چاودنې په قربانیانو کې د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مشر همایو همایون، هم شامل دی. د ظاهر د معلوماتو له مخې په چاودنه کې وژل شوي ټول وګړي ملکي وګړي دي.