د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل چې د خپل هیواد په دننه او اروپا کې د خپل مهاجر پلوه سیاست له امله تر سخت فشار لاندي راغلې وه، نور نه غواړي چې د مسیحي دیموکرات گوند مشرتوب ته ځان کاندید کړي. تر دې مخکې ميرکل په دې نظر وه چې د گوند او حکومت مشرتوب باید د یو شخص پر غاړه وي. له دې سره د هغې د ائتلافي حکومت راتلونکی تر پوښتنې لاندی راغلی. عبدالباري حکیم له آریانا نیوز سره پرې غږیږي.