د آلمان پخوانی خارجه وزیر: افغانستان به ناامنه پاتې وي
۱۴۰۲ تیر ۱۲, دوشنبهآلمان له څو میاشتو راهیسې یو کمېسيون جوړ کړی، تر څو په افغانستان کې د دغه هیواد پوځي ماموریت باندې څېړنې وکړي او له هغه څخه په لاس راغلو درسونه او تجربو څخه په راتلونکو ماموریتونو کې کار واخلي.
يوشکا فیشر د دوشنبې په ورځ (د جولای ۳مه) د آلمان په فدرالي پارلمان کې د دغه کمېسيون په تر ټولو وروستۍ غونډه کې په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموریت دفاع وکړه. هغه وويل: «فکر نه کوم چې دا دې يوه تېروتنه وي.»
فېشر چې له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۵ پورې د آلمان د بهرنيو چارو وزير وو، زياته کړه: «که موږ ملتيا نه وای کړې، نو په اتحاد کې به مو ډېره لوړه بېه پرې کړې وای.»
ورته نور ولولئ: د آلمان د استخباراتو رئيس په افغانستان کي د داعش د فعاليت په اړه اندېښنه لري
فیشر وويل هغه په حاضر وخت کې د ېو ناڅاپي ماتې شاهد دی چې په افغانستان کې پر ځای پاتې ده. هغه ټينګار وکړ چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت له دغه هېواد څخه په بېړه د نړېوالو ځواکونو د وتلو له کبله ده.
د آلمان له زرغون ګوند څخه دغه سیاستوال وویل: «که اوسني وضعیت ته وګورۍ وحشتناک دی. افغانستان به د اوږدې مودې له پاره نا امنه پاتې وي.»
د افغانستان په هکله د آلمان د فدرالي پارلمان په لسمه استعمايه غونډه کې، د آلمان د دفاع او اقتصادي انکشاف پخواني وزیرانو او د دغه هیواد د استخباراتو ادارې پخواني رئیس حضور درلود.