آلمان: پولیسو په کولن ښار کې د احتمالي برید خبرداری ورکړ
۱۴۰۲ دی ۳, یکشنبهد آلمان پولیسو ویلي چې د نورد راین ویستفالن ایالت په کولن ښار کې یې د سترې کلیسا په سیمه کې د احتمالي برید په هکله خبرداری ترلاسه کړی دی او دا چې امنیتي تدابیر یې شدید کړي دي. د پولیسو د پراخو عملیاتو سربیره، تر اوسه پورې د دې خبرداریو په تړاو څوک نیول شوي نه دي.
د »ډي پي اې« په نامه د آلمان خبري آژانس د شنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې د آلماني امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې دوی د کولن پر کلیسا باندې د برید د پلان په اړه خبرداری او معلومات ترلاسه کړي دي. چارواکو د دغه خبرداري او د احتمالي برید په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي خو په سیمه کې یې امنیتي تدابیر شدید کړي دي.
د پولیسو چارواکو همدا راز زیاته کړې چې د ګڼه ګوڼې په دې سیمه کې د چاودیدونکو توکو د کشف کولو سپي یې ګمارلي او دا چې کلیسا ته د مراسمو د حضور له پاره خلک تلاشي کیږي.
تر دې وړاندې د بیلډ په نامه المانۍ ورځپاڼې خبر ورکړی چې په ویانا او المان کې ځانګړو ځواکونو د احتمالي بریدونو د ګواښونو په هکله یو شمیر کسان توقیف کړي هم دي. خو د آلمان خبري آژانس د یکشنبې ورځې په خپل رپوټ کې ویلي چې په دې تړاو په آلمان کې څوک نه دي نیول شوي.
د آلمان د کولن ښار تاريخي کلیسا د جوړولو چارې په ۱۲۴۸م کال کې پیل شوې او په ۱۸۸۰ کې یې چارې بشپړې شوې. دغې کلیسا د دوهمې نړیوالې جګړې درنې بمبارۍ هم تیرې کړي او ترې روغه پاتې وه.