مجاهد: کندهار کې ملا هبت الله د اختر لمانځه امامت کړی
۱۴۰۳ فروردین ۲۲, چهارشنبهد طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس (پخواني تویتر) شبکه کې لیکلي چې ستر مشر د کوچني اختر لمونځ د کندهار په مرکزي عیدگاه کی ترسره کړ.
د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت د سه شنبه په ورځ د ټول هیواد امامانو ته لارښوونه وکړه چې د اخندزاده پیغام دي په خطبو کې ولوستل سي.
همدارنگه له ټولو افغانانو څخه غوښتنه وسوه چی د شریعت قوانینو ته درناوی وکړي. په عین حال کې د طالبانو مشر له نړیوالې ټولنی سره د ښو اړیکو غوښتونکی هم سو.
د کابل په پایتخت کابل کی د کوچني اختر د لمانځلو په مناسبت سخت امنیتي تدابیر نیول سوي وه. سربیره پردې په زرو کسان په نورو ولایتونو کې هم مسجدونو ته ولاړل ترڅو د اختر لمونځ په ګډه ادا کړي. امنیتي ځواکونو د فرانسې خبري آژانس له دې څخه منع کړل چی د اختر د لمانځه ویډیوگاني واخلي.
ملا هبت الله اخند زاده په ۲۰۱۶ کال کی د طالبانو د مشر په توگه له خپل ټاکل کیدو راهیسې، ډیر لږ په عام محضر کی راڅرگندیږي.
نوموړی په وروستي ځل په ۲۰۲۲ کال کی د کوچني اختر په مناسبت په داسې حال کې راڅرگند سو چې خلکو ته یې شا را اړولې وه. هغه وخت یې واک ته د طالبانو تر رسیدو تقریباً یو کال وروسته، خلکو ته د
" د آزادۍ او بریالیتوب پر لور بري" له امله مبارکي ورکړه. د طالبانو دغه مشر له کندهار څخه افغانستان اداره کوي، چیرې چې دغه اسلامې ډله د لومړې وار له پاره پکښې راڅرگنده سوې ده.
GP/K.H/AG