په داسې حال کې چې د افغانستان د شخړې له پاره د یوه سیاسي حل لارې موندلو په موخه د امریکا او افغان حکومت هلې ځلې پراخې شوې، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د سولې بهیر باید لا ډیرو سیمه ییزو سیالیو ته لمن و نه وهي. هند او پاکستان؛ ایران او سعودي عربستان د نورو تر څنګ هغه هیوادونه دي چې د کارپوهانو په حواله په افغانستان کې بیلابیلې موخې تعقیبوي.