1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او سویلي افریقا لوبه؛ کومه لوبډله به یې وګټي؟

امید دیدار
۱۴۰۳ شهریور ۳۰, جمعه

افغان کریکټ ملي لوبډله نن جمعه له سویلي افریقا سره د دوېمې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ له پاره ډګر ته ښکته کېږي. ستاسې په اند، کومه لوبډله به یې وګټي؟

https://p.dw.com/p/4ktNv
د ارشیف انځور:  ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان او سویلي افریقا لوبډلې
افغان ورو توپ اچوونکی راشد خان او د سویلي افریقا رضا هینډریکسانځور: Ricardo Mazalan/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله نن په شارجه کې له سویلي افریقا سره د یو ورځینیو لوبو په لړۍ کې دوېمه لوبه کوي. دغه پنځوس اوریزه لوبه د افغانستان پر وخت د مازیګر پر څلور نیمو بجو پیلېږي.

افغان کریکټ بورډ پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي چې «افغان لوبډله خپلې دوېمې او نننۍ لوبې ته بشپړ چمتووالی لري.»

افغان لوبغاړي
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام کې د استرالیا خلاف خپله بریا نمانځي.انځور: RANDY BROOKS/AFP

د یو ورځنیو لوبو په لوبلړۍ کې د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه هم شارجه کې د تېرې چهارشنبې پر ورځ شوې وه، چې افغان لوبډلې پکې د سویلي افریقآ لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه او دا په نړیوال کریکټ کې د سویلي افریقا خلاف د افغان لوبډلې لومړۍ بریا وه.

اړوند: د کریکټ نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سفر؛ لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې

که چېرې افغانستان نننۍ لوبه هم وګټي، نو د دریو یو ورځنیو لوبو دا لړۍ به هم په خپل نوم کړي.

د سویلي افریقا کریکټ بورډ د پنجشنبې پر ورځ یوې خبرپاڼې کې افغانستانسره د دوه اړخیز کریکټ د دوام خبر ورکړی دی؛ خو په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي او نه هم د افغانستان کریکټ بورډ له سویلي افریقا سره د نورو لوبلړیو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.