د امریکا او ترکیې ولسمشرانو تلیفوني خبري کړي
۱۳۹۷ دی ۲۵, سهشنبهامریکا متحده ایالات او ترکیه د سوریې په شمال کې د یوه «امنیتي زون» د رامنځ ته کیدو په هکله ارزونې کوي. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دفتر خبر ورکړی دی چې د ترکیې او متحده ایالاتو ولسمشرانو په یوه تلیفوني مکالمه کې «له ترهګرۍ څخه آزادې» دغه ډول سیمې په هکله خبري کړي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي چې ترمپ دا خبره روښانه کړې ده چې غواړي له ترکیې سره د دغه هیواد د امنیتي اندیښنو په هکله همکاري وکړي. خو د ویاندې په خبره ترمپ پر دې خبره ټینګار کړی دی چې ترکیه باید د کردانو او نورو هغو ډلو پر وړاندې ناوړه چلن و نه کړي چې د داعش پر وړاندې جګړه کې د متحده ایالاتو سره په ګډه جنګیدلي دي. له دې سره د ترمپ اشاره د سوریې په شمال کې کردي ولسي واحدونو (وای پي جي) ته وه.
له کردي ولسي واحدونو سره چلن له کلونو راهیسې د واشنګټن او انقرې تر منځ شخړه ایزه موضوع ده. ترکیه دغه سوریایي ملیشې یو ګواښ ګڼي، چې د منع کړل شوي کردي کارګر ګوند (پي کې کې) سره متحدې دي.
کردان اندیښنه لري چې د سوریې له شمال څخه به د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه په احتمالي توګه په دې سیمه کې نوي عملیات پیل کړي. ترمپ په دسمبر میاشت کې په ناڅاپي توګه له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ. د اردوغان یوه سلاکار فحرتین التون، د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې ترکیه د «کردانو دښمنه نه ده». د هغه په خبره یوازې «ترهګر» په نظر کې دي.
معتدله لهجه
ترمپ له اردوغان سره تر تلیفوني خبرو اترو وروسته د پخوا په پرتله پخلا کیدونکې څرګندونې کړي. هغه د خپل ټویټر په پیغام کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي ودې د پراختیا له پاره د ستر پوتنسیال یادونه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ترمپ د یکشنبې په ورځ د خپل ټویټر په پیغام کې ترکیې ته د اقتصادي ویجاړۍ، ګواښ کړی وو که چیرې د سوریې په شمال کې پر کردانو حمله وکړي.
زموږ له آرشیف څخه: