پر بندیزونو سربیره اروپا له ایران سره معاملې پیل کړې
۱۳۹۹ فروردین ۱۲, سهشنبهد جرمني خارجه وزارت نن سه شنبه )د مارچ میاشتي ۳۱ مه (په برلین کي د فرانسې او بریتانيا په نمایندګۍ هم خبر ورکړ، چي د انسټکس په نامه اسعارو لومړۍ معاملې په جریان کي به له اروپا څخه د طبي سامان الاتو صادرات ممکن سي. وزارت ویلي دي، چي دغه سامان الات اوس ایران ته رسیدلي هم دي.
وزارت همدارنګه وویل چي »تر هغه وروسته چي لومړۍ معامله تر سره سوه، اوس به انسټکس د ایران له ائینه سازمان سره پر نورو معاملاتو باندي کار وکړي او د کار طرزالعمل ته به نور هم انکشاف ورکړي.
اروپایانو انسټکس ددې له پاره تأسیس کړ، تر څو هغه شرکتونه له امریکايي تعزیراتو څخه وساتي، چي امریکا له ایران سره د اټومي تړون څخه تر یو طرفه وتلو وروسته وضع کړي دي. په دغو تعزیراتو کي خارجي شرکتونه هم شامل دي.
د انسټکس په نامه اسعارو مبادلې آژانس جوړیدلو هدف دا دی، چي له ایران سره معاملې، لږ تر لږه تر یوه حده پوري وساتل سي او په دې ډول له دغه هیواد سره اټومي معامله وژغورل سي.
د انسټکس له لاري به په اوله مرحله کي ایران ته یوازي بشري لازم اشیأ او مالونه ولیږل سي. وروسته به نور محصولات هم صادر سي. انسټکس اصلاً باید د تیرعیسوي کال په دوبي کي لا په فعالیت شروع کړې وای.