د اندونیزیا په یوه مدرسه کې د اشارو په ژبه د قرانکریم زده کړه
دغه مدرسه د اندونیزیا په یوګیارکارتا ښار کې موقعیت لري. په دې مدرسه کې د قرانکریم درس ورکول کیږي، خو پکښې د تلاوت غږ نه اوریدل کیږي، دا چې ولې؟ د انځورونو په دې کڅوړه کې یې ولولئ.
د کڼو ماشومانو مدرسه
دا د کڼو ماشومانو لپاره یوه ځانګړې مدرسه ده، چې شاګردان یې قرانکریم د اشارو په ژبه زده کوي. په دغه مدرسه کې ۱۱۵ کاڼه ماشومان درس وایي او هیله لري، چې قرانکریم د اشارو په ژبه حفظ کړي.
د اندونیزیا په مدرسو کې څلور میلیونه ماشومان
په اندونیزیا کې په ۲۷ زره مدرسو کې نږدې څلور میلیونه ماشومان په زده کړو بوخت دي.
د دې مدرسې بنسټ ایښودنکی ابو کهفي وایي، وروسته له هغې چې اطلاع یې ترلاسه کړه، چې په اندونیزیا کې کاڼه ماشومان د دیني موضوعاتو په اړه مالومات نه لري، د دغه اقدام لپاره لاس په کار شو. په ۲۰۱۹ کې د ۴۸ کلن ابو کهفي اول ځل د څو تنو کاڼو ماشومانو سره دا مدرسه پیل کړه. هغه وخت دی پوه شو، چې دغه ماشومان د اسلام په اړه زیات نه پوهیږي.
دا په دې هېواد کې له محدودو مدرسو څخه یوه ده، چې کاڼه مسلمانان کولی شي پکې د قران او دیني موضوعاتو زده کړې وکړي.
دا دیني زده کړې د هغو ماشومانو لپاره دي، چې هیڅکله یې د دین او یا قران په اړه څه نه دي زده کړي. ابو کهفي وایي «ډېره سخته ده».
د هلکانو له ټولګي څخه سل متره لرې د نجونو ټولګی دی، چې ورته زده کړې پکې دوام لري. په دې مدرسه کې د ۲۰ کلنې لیلا دهیاالحق زده کړه، د هغې د مور او پلار لپاره ویاړ دی. هغه د دغې مدرسې تر ټولو پخوانۍ زده کوونکې ده. هغه وایي: « زه غواړم، چې د مور او پلار سره جنت ته ولاړه شم، نه غواړم دا ځای پریږدم.»
په مدرسو کې په عمومي توګه ماشومان متن په لوړ اواز وایي او ایاتونه حفظ کوي، خو هغه ماشومان چې د اوریدلو له نعمت څخه محروم دي، د قرانکریم هره کرښه د لاس په اشارې سره حقظ کوي.
د دې مدرسې لګښت د ابوکهفي او نورو مسؤلینو پر غاړه دی، ځکه چې د مدرسې ډیری زده کوونکي د غریبو کورنیو ماشومان دي او نشي کولی، چې د اوسیدو، لباس، کتاب او نور لګښتونو لپاره، چې د میاشتې ۶۸ ډالر کیږي، ورکړي.
په دې مدرسه کې ماشومان اسلامي زده کړو او قوانینو سربېره، ریاضي، ساینس او بهرنۍ ژبې هم زده کوي، څو راتلونکي کې لوړې زده کړې وکړي. د دې مدرسې ټولنیزې اغیزې دا دي، چې د دغو ماشومانو ځان او نفس باور، چې مخکې به تل له تبعیض سره مخ وو، زیاتیږي.
زین العارفین وایي، ۱۱ کلن زوی یې پر ځان ډېر لږ باور درلود: « هغه پوهیده، چې له نورو سره توپیر لري، خو له هغه وخته چې دلته راغلی دی، هیڅکله د خلکو سره د مخامخ کیدو پر وخت د شرم احساس نه کوي. هغه ما ته وایي، زه خدای داسې پیدا کړم او خپل دا حالت یې منلی دی.»