د اوبو او لمريزي برېښنا پراخولو پر لور اوږده لار
۱۴۰۱ دی ۵, دوشنبهاعلان
د آلمان د اقتصاد او چاپيريال ساتنې وزیر رابرت هابیک په آلمان کې د اوبو او لمريزي برېښنا د پراختیا په برخه کې پرمختګ ویني - خو په ورته وخت کي د ده په اند لاهم اوږده لاره پاتې ده. د زرغون گوند دغه سیاستوال په برلین کې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي، چې سږ کال وښودله چې په رېښتیا هم پرمختګ شوی دی، خو له بشپړولو څخه يې لا ليري يوو. د آلمان حکومت هدف دا دی چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې د برېښنا مصرف کې د نوي کیدونکي انرژي څخه تولید شوي برېښنا برخه ۸۰ سلنې ته لوړه کړي.