سياستواتیکان
د اوکراين جګړه، قزاقستان ته د پاپ فرانسیس سفر
۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبهاعلان
واټيکان یا د پاپ فرانسیس مقر ويلي دي چې پاپ به د قزاقستان په پلازمينه نورسطلان کې دغه نړيواله مذهبي او کلتوري غونډه کې د سپتمبر له ۱۳ تر ۱۵ کې ګډون وکړي.
پاپ فرانسیس په وروستیو مرکو کې هيله مندي ښودلې چې هغه به د قزاقستان په پلازمينه کې د مسکو او روسېې له اسقف، کيریل، سره وګوري. کیريل پر اوکراین د مسکو له پوځي یرغل څخه بشپړ ملاتړ کوي.
خو قزاقستان ته د پاپ فرانسیس د سفر په اړه د واټيکان په اعلامیه کې د کيريل یادونه نه ده شوې.
بریتانيا په جون میاشت کې پر کریل باندې «پر اوکراین کې د روسېې د پوځي یرغل د څرګند ملاتړ په خاطر» بندیز ولګاوه. هنګري بیا د اروپايي اتحادېې له خوا پر هغه د بندیز لګولو د هڅو مخه ونیوله.