پولند له اوکراين څخه د ټپيانو انتقال او مهاجرو ته تياری نيسي
۱۴۰۰ اسفند ۶, جمعهد اوکراین د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکړی چې په لسونو روغتونونه يې د زرونو ټپیانو د درملنې له پاره تیار دي.
روسي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د ځمکې، اوبو او هوا له لارې پر اوکراين لویه حمله وکړه. دا په اروپا کې تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته له یوه هیواده پر بل باندې تر ټولو ستره پوځي حمله ده. دغې حملې په زرونو اوکراينيان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي دي.
رويټرز خبري آژانس د پولند د عامې روغتيا وزارت له قوله ليکلي: «پولند د اوکرايني اتباعو په ګډون له اوکراين څخه د جګړې له کبله راتلونکو مهاجرو منلو ته چمتووالی نيسي.»
یاد وزرات ويلي دي: «موږ به هر څه ترسره کړو تر څو د دې ډاډ حاصل شي، چې هر هغه شخص چې د پولند حریم ته داخلیږي، د بستر کيدو په ګډون به ټولو روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ولري. د ټپيانو د داخلې له پاره په روغتونونو کې چپرکټونه چمتو کړل شوي دي.»
د پنجشنبې ورځې په سهار وختي، په پلازمېنه کیف ښار کې د چاودنو او ډزو غږونه واوریدل شول. په ښار کې د خبردارۍ زنګونه ووهل سول او د ښار اوسیدونکي د تيښتې په حال کې ول. له دې سره د ښار خروجي لويي لارې د ترافيکو د سختې ګڼې ګوڼې څخه ډک شوې.
د پولند د عامې روغتيا وزير، آدم نيدزيلسکي وويل پولند د ۱۲۰ روغتونونو يو ليست چمتو کړی چې پکې به د اوکراين له کړکېچه د اغیزمنو کسانو درملنه کيږي.
نيدزيلسکي له (wp.pl.) ويب پاڼې سره په مرکې وويل: «په مجموع کې موږ حاضر دمه اټکل کوو چې د شديدو ټپيانو په ګډون، د زرونو ټپي ناروغانو د بستر کولو له پاره امکانات لرو.»
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې پولنډ پر طبي پرسونل او تجهیزاتو سمبال يو ځانګړي اورګاډي د چمتو کولو په حال کې دی؛ داسې یوه چاره چې تر اوسه هيڅکله ورڅخه استفاده نه ده شوې. له دغه اورګاډي څخه به د احتمالي ټپيانو د انتقال او درملنې له پاره کار اخیستل کيږي.
هغه وويل: «د پلان له مخې د دغه ريل د آزمايښتي استفادې کار به په راتلونکو ورځو کې پیل شي. دغه ريل به د اوکراين له سرحده ټپيان را اخلي.»
پولنډي وزير د کرونا ناروغۍ د درملنې د موقتي روغتونونو د چمتو کولو خبره هم وکړه. په وینا يې په نظر کې نيول شوې ده چې دغه روغتونونه به په ورزشي لوبغالو او د نندارتونونو په ځایونو کې جوړ شي.
آ/م.ک.ص./ن.ز.