د ايټالیا پوليسو د پاکستاني طالبانو یو بنګلديشی غړی نيولی
۱۴۰۲ آبان ۱۳, شنبهدايټاليا پولیس تور لګوي چې نیول شوی کس د القاعده شبکې سره د تړاو لرونکې يوې پاکستانۍ ډلې غړی دی چې موخه ېې تحریک طالبان پاکستان (TTP) یا پاکستاني طالبان دي.
د ايټالیا په جنوا ښار کې پولیسو د جمعې په ورځ وويل چې دغه شخص پر ټولنیزې رسنۍ فیسبوک کې ځان د «القاعده مينه وال» معرفي کړی او پر انترنيت ېې «تروریستي کړنو ته هڅوونکې ويډیوګانې يا د نورو ټولنو پر وړاندې د نه زغم پيغامونه» خپاره کړي دي.
پولیسو په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې تورن او مخاطبین ېې «د یوې بین القاره يې شبکې یوه برخه ده چې د القاعده شبکې له منطق څخه پېروی کوي...»
پولیسو ادعا کړې، تورن کس چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې تر تحقیق لاندې وو، له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړاو لري او مخکې له دې چې په پاکستان کې د جګړې پلان جوړ کړي، په ايټالیا کې خپلې قبولۍ ته منتظر وو.
تحریک طالبان پاکستان چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، په ۲۰۰۷ م کال کې رامنځ ته شوې ډله ده چې تر اوسه په پاکستان کې د دغه هېواد په ځانګړې توګه د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر ضد جنګيږي. ویل کيږي چې دغه پاکستانۍ وسلواله ډله له القاعده شبکې سره ارتباط لري.
(AFP)mks/mns