د ایران دوه ولایتونه له سختي وچکالۍ سره مخامخ دي
د ايران کهگیلویه او ویراحمد ولایتونو د اوبو ډیري چینې وچي سوي او کلیوال یې مجبوره دي د لیري ځایونو څخه اوبه راوړي. د کانالونو نه موجودیت او خرابي زیربنا ډیر کسان اړ کړي، چي کلي پریږدي او ښارونو ته مخ کړي.
څو کاله مخکي لا کهگیلویه او ویراحمد ډیر حاصل خیزه ولایتونه وو. خو نن ورځ د ايران وچکالي دغو ولایتونو ته هم رسیدلې ده.
د ایرنا خبري آژانس په حواله د دغو ولایتونو د اوبو ډیرو چینو د وچیدلو په سبب کلیوال مجبوره دي، د اوبو راوړلو په خاطر اوږدې لاري ووهي.
په دغو ولایتونو کي د کانالونو نه موجودیت او خرابي زیربنا له امله ډیر کسان ورو ورو اړ سوي، چي کلي پریږدي او ښارونو ته مخ کړي.
وچکالۍ په دې وروستیو کلونو کي د ايران د مختلفو سیمو پر نفوس باندي اغیزه کړې ده.
له دې مخکی «ایسنا» خبري آژانس هم په یوه رپوټ کي لیکلي وو، چي د کهگیلویه او ویراحمد قبیلوي ولایتونو کي د اوبو کمبود احساسیږي.
د«تسنیم» خبري آژانس په ۱۳۹۶چنگاښ میاشتې کي د دغو ولایتونو د اوبو د ۲۱۰ چینو له وچیدو څخه رپوټ ورکړی وو.
دلویو ننگونو له جملې څخه چي ايران ورسره مخامخ دی، د کارپوهانو په خبره د اوبو د کمښت بحران دئ.
د اقليم ساتني کارپوهانو په خبره په تیرو ۲۰کلونو کي اقلیمي بدلونونه او د سانتي گراد ۶ درجې تودوخه دایران د ځینو برخو د وچکالۍ اصلي علت دی.
د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخي د نړۍ د اوبو ذخیرې به په راتلونکو ۱۵ کلونو کي ۴۰ سلنه راکمي سي.