1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران په اوين زندان کې د څلورو بندېانو مړينه تائيد کړه

۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه

د ایران حکومت ومنله چې د تهران په اوين زندان کې د تېرې شپې د اورلګېدنې په پېښه کې ۴ بنديان مړه شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزېرې ويلي دي چې د ایران حکومت په اوين زندان کې د بنديانو د ژوند مسئول دی.

https://p.dw.com/p/4IFqz
Iran I Brand im Evin Gefängnis in Teheran
انځور: NNSRoj

د ایران د قضايي قوې چارواکو میزان په نوم آنلاين ویب پاڼې ته چې د دغه ارګان اړوند ده، ويلي دي چې «څلور بنديان له اور څخه د راپورته شوي لوګي د تنفس له وجې مړه شوي او ۶۱ نور ټپيان دي.» په رپوټ کې د چارواکو له قوله زياته شوې چې د ټپيانو له ډلې لس تنه ېې په روغتون کې بستر شوي چې په هغو کې د څلورو «روغتيايي وضعیت نازک دی.» زیاته شوې چې څلور واړه مړه شوي بنديان د غلاو په جرم د محکوم شوو کسانو له ډلې څخه دي.

د ایران رهبري د مظاهره کوونکو په مقابل کي سخت چلند غواړي

میزان په خپل رپوټ کې ادعا کړې چې «په اوین زندان کې د تيرې شپې نښتې او اورلګېدنې پر مهال د درونو او تاوتريخجنو جرمونو يو شمیر بندیانو هڅه کوله له زندانه وتېښتې» خو بريالي نه شول.

چارواکو ويلي دي چې په زندان کې اورلګېدنه د اعتراضونو په لړ کې «ګډوډي او نښتې» له امله رامنځ ته شوه چې وروسته تر کنټرول لاندې راغله. په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني تر مړېنې وروسته له ېوې میاشتې راهیسې اعتراضونه ادامه لري. مهسا اميني د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له خوا نېول شوې وه چې بیا د توقیف پر مهال مړه شوه. په ایران کې دغه اعتراضونه اوس د حکومت ضد يو لوی حرکت باندې بدل شوي دي.

ایران: د مظاهرو څپه د پاکستان سرحدونو ته رسیدلې ده

د اوین زندان چې له سیاسي زندانیانو سره په بد چلند کولو بدنامه دی، پکې بهرنيان او د مختلفو جرمونو په تور نيول شوي په زرونو کسان ساتل کیږي. د فرانسې خبري آژانس په حواله، د روانو اعتراضونو په جریان کې په سلونو نيول شوي کسان هم په اوين زندان کې اچول شوي دي.

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني تر مړېنې وروسته له ېوې میاشتې راهیسې اعتراضونه ادامه لري
په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا اميني تر مړېنې وروسته له ېوې میاشتې راهیسې اعتراضونه ادامه لريانځور: NNSRoj

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شوو وېډيوګانو کې ښکاري چې د زندان له منځه د ډزو او چاودنو غږونه اوريدل کیږي او بيا آسمان ته د اور لمبي او لوګی پورته کيږي. بشري ډلو په زندان کې دننه د ميشتو بنديانو د وضعیت په اړه شديدې انديښنې ښودلي دي.

په اوسلو کې د ایران د بشر حقونو (آی اچ آر) غیر حکومتي ډلې تېره شپه د اندېښنې په ښکاره کولو خبرداری وکړ چې [په اوين زندان کې] «د هر سیاسي او عادي جنايي زنداني ژوند له جدي خطر سره مخ دی.»

په ايران کې احتجاج؛ امريکا او ایران یې پړه پر يو بل اچولې

دغه سازمان ويلي دي چې ایراني چارواکو په ښکاره دغه زندان پر لور ټولې تلونکې لارې تړلې وې تر څو له زندان څخه دباندې د اعتراضونو مخه ېې نېولې وي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت هم په اوین زندان کې د تېرې شپې پېښې ته غبرګون ښولی او ويلي دي چې د ایران حکومت د مړه شوو زندانیانو د ژوند مسئول دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې، انالینا بیربوک پر ټويټر ليکلي: «په اوین زندان کې اور ممکن مړ شوی وی؛ زموږ پاملرنه به هغو افرادو ته چې هلته بندیان دي او انساني حقونو ته ېې، نه متوقف کیږي او متوقف به نشي.»

بېربوک ويلي چي تهران «د تاريخ پر غلط اړخ» ولاړ دی

بيربوک زياته کړې چې په تهران کې د دوی سفارت د اوین زندان د تېرې شپې پيښه څارلې ده: «په تهران کې زموږ سفارت له تيرې شپې راهیسې په دوامداره توګه ایراني چارواکو سره په تماس کې پاتې شوی دی.»

د ایران حکومتي ادارې په داسې حال کې په زندان کې د څلورو بندیانو مړينه تائيدوي چې يو شمیر سیاسي او مدنی فعالان بیا په دغه پېښه کې د مړو واقعي شمیر لږ تر لږه ۱۵ ښيي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل