د ایټالیې د غرونو په لمن کې د یوه نوي ژوند پیل
د ایټالیې په سویل کې د اسپرو مونټي د غرونو لړۍ په لمن کې یو هیر شوې کلی (سانت آلیسیو) چې یو وخت د خاموشۍ او تیارو مرکز وو، اوس په کې هر لور ته د مهاجر ځوانانو د قهقو غږونه اوریدل کیږي.
داسې یو کلی چې نوم یې د هیریدو په حال کې وو
تر څو کاله مخکې پورې د سانت الیسیو د کلي ټول نفوس ۳۳۰ تنو ته رسیده چې اکثره یې زاړه خلک ول. د دې کلي په کوڅو کې خاموشي حاکمه وه او ډیرې اوسیدونکي یې د کار پیدا کولو په لټه کې (د پورې غاړې) یو لوې کلي ته کډه شوي ول.
نوي میلمانه او نوی رونق
په ۲۰۱۴ م کال کې د سانت الیسیو شورا د(SPRAR) انټرنټي پروګرام په ترڅ کې مهاجرو ته د خالي کورونو د په کرایه ورکولو لړۍ پيل کړه. دغه شورا ۳۵ تنه مهاجر په اتو کورونو کې ځای پر ځای کړل. د دې ترڅنګ دغو مهاجرو ته یې د ژبې د زده کړې، ټولنیز ادغام، اخلي پخلي او ډانس یا نڅا د زده کړې کورسونه هم برابر کړل.
یوه ځانګړې پروژه
دا یوه ځانګړې پروژه ده چې له مخې یوازې هغو کسانو ته پناه ورکول کیږي چې له ډیرو خرابو حالاتو سره مخامخ شوي دي. په دوی کې هغه ښځې چې پخوا بدلمنۍ ته اړ ایستل شوي، د HIV ناروغان، او د شکرې پر ناروغۍ اخته کسان شامل دي. همدارنګه هغه کسان چې په خپل ټاټوبي کې د جګړو پر مهال یې صدمه لیدلې او یا هم ټپیان دي.
شاروال سټیفانو هم خوښ او خلک هم خوښ
د سانتا لیسیو د ښاروال سټیفانو کالابرو، په خبره د هغه پروګرام د ترحم پر بنسټ د بشریت د مرستې له پاره پیل شوی، خو د دې تر څنګ هغه ټولنیزې ګټې هم لري.
دوه اړخیزې ګټې
د حکومت له خوا هر مهاجر ته د ورځې ۴۵ ایرو ورکول کیږي. دغه پیسې دوی ته د آسانتیاو برابرولو په موخه لګول کیږي. د دغې پروژې له امله د سانت آلیسیو ۱۶ اوسیدونکو ته د کار زمينه مساعده شوې ده. مهاجرو ته د خدماتو وړاندې کولو په موخه یو وار بیا د کلي د ورزش کلپ هم پرانیستل شوی دی. د دې ترڅنګ یو کوچنې مارکیټ او نور کوچني کاروبارونه هم له بندیدو څخه بچ شوي دي.
د سانت الیسیو له پاره نوي هیلې
سیمه ييز خلک له دې پرمختګ څخه خوښ ښکاري. ۸۹ کلنه انتوونیو ساکا وایې چې هغه د خپلو نویو ګاونډیانو څخه خوشحاله او ډاډمنه ده. د ساکا په خبره دوی په خاموشۍ سره خپل ژوند تیروي، خلکو سره ښه چلند کوي او په کارونو کې د سیمې له خلکو سره مرسته هم کوي.