1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
انځورونه
۱۳۹۸ بهمن ۱۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/3XLFk

د روان میلادي کال د فيبرورۍ پر پنځمه نيټه نريندر مودي اعلان وکړ چې حکومت د يوې کمیټې جوړولو پريکړه کړې چې هغه به د هند په شمالي ښار ايودهيا کې د وران شوي جومات پر ځای د يوه مندر يا درمسال جوړولو چارې پر مخ يوسي.

د ۲۰۱۹م کال په نوامبر مياشت کې د هند سترې محکمې په خپله پريکړه کې د ۱۶ پيړۍ د بابري مسجد پر ځمکه د يوه مندر جوړولو اجازه ورکړې وه. دغه جومات په ۱۹۹۲م کال کې تندلارو هندوانو وران کړ.

پارلمان ته د وينا پر مهال مودي وويل چې ۵ ايکړه چې څه نا څه ۲۰ زره مربع متره ځمکه ده، به د سُني وقف بورډ ته چې هندوان ته د دې ځمکې له ورکړې سر سخته مخالفين دي، ورکړل شي او پر نوره پاته ۶۷،۷ ايکړه ځمکه به يو مندر يا درمسال جوړ شي.