د برلین ښار لس غوره سیاحتي ځایونه
په ۲۰۲۲م کال کې له ۱۰ میليونو ډېرو سیلانیانو له برلين ښار څخه کتنه کړې ده. په دغه انځوریز البوم کې د برلين ښار لس تر ټولو مشهورې توریستي جاذبې درښيو.
لسم مقام - د قیصر و یلهلم د يادښت کلیسا
د یادښت دغه کلیسا د برلین ښار په غربي برخه کې پرته ده چې په رغولو کې ېې زړه او نوې معمارۍ څخه استفاده شوې ده. دغه ځای ۵۵۰زره کتونکي درلودل.
نهم مقام - د آلمان د تکنالوژۍ موزیم
د ۵۶۹ زره کتونکو په لرلو سره د تکتنالوژۍ په دغه ستر موزيم کې له کښتیو څخه نېولې تر الوتکو او بادي ژرندو پورې ماشین آلات نندارې ته ايښودل شوي دي. په دغه موزیم کې تاسو د نړۍ لومړنی کمپيوټر هم موندلی شئ. دا په ۱۹۳۷ کې د برلین انجنیر، کونراد زوزه، جوړ کړ.
اتم مقام - د طبيعي تاريخ موزيم
د برلين اتم تر ټولو ډېر لېدلی ځای د طبيعي تاريخ موزيم ( Museum of Natural History) دی چې ۷۳۰زره کسانو ورڅخه ليدنه کړې ده. په دغه موزیم کې د ډايناسور سکلیتونه چې کېدای شي ميلیونونه کاله مخکې به ېې ژوند کاوه، هم موجود دي.
اووم مقام: د برلین دیوال یادښت
په برلین ښار کې اووم نمبر ډېر لېدونکی ځای د برلین دېوال د ېادښت ( Berlin Wall Memorial) ځای دی چې په ۲۰۲۲م کال کې ورڅخه ۷۵۰زره کسانو لېدنه کړې ده. دلته د هغو کسانو انځورونه هم لګول شوي چې د برلین ديوال له سره د تېښتې پر وخت وژل شوي دي.
شپږم ځای - د تلویزیون برج
د ۳۶۸ مترو په لوړوالي د برلين د تلویزیون برج د دغه ښار له مشهورو سياحتي ځایونو څخه دی. له دغه ځای څخه ۸۱۵زره کسانو کتنه کړې وه. د برج سر ته صرف په ۴۰ دقیقو کې پورته کيږي. یو پوړ پورته ېې یو رستورانت هم دی چې ګرد تاویږي.
پنځم ځای - د آلمان رايشستاګ ساختمان
رایشتاګ څخه په ۲۰۲۲م کال کې ۱ اعشاریه ۴ میلیون سیلانیانو کتنه کړې ده. سیلانیان کولای شي په آنلاین د ټکټ په اخیستلو د ساختمان شيشه يي ګنبد ته پورته شي کوم چې لاندې ېې د آلمان د فدرالي پارلمان عمومي تالار دی.
پنځم ځای - د هومبولت فوروم (Humboldt Forumَ)
د برلین ښار له مهمو سياحتي ځایونو څخه یو هم د هومبولت فوروم دی. په ۲۰۲۲م کال کې ورڅخه یونيم ميلیون سيلانیانو ليدنه کړې ده. که څه هم دا د یو زوړ ساختمان په توګه ښکاري، خو نه، دا صرف دوه کاله مخکې پرانیستل شوی دی.
دريم مقام - تاپوګرافي اف ترور
د برلين ښار له دغه مهم مرکز څخه ۲ اعشاریه ۱ میلیون سیلانیانو کتنه کړې ده. د تاپوګرافي اف ترور کې د نازیانو د وخت مستند موجود دی. له ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۵ پورې دلته د نازيانو ګیستاپو، اس اس او د رایش امنیت اصلي دفتر وو. دا یو خطرناک نوم وو چېرته به چي د نازیانو جنایتونه پلانېدل.
په دوهم ځای کې د برلین ټاپو وزمه موزیم دی
د برلين له ټاپو وزمه موزيم (Museum Island Berlin) څخه په ۲۰۲۲م کال کې ۲ اعشاريه ۲ میلیون سیالانیانو کتنه کړې ده. دغه ځای چې په کې پنځه موزیمونه موجود دي د یونیسکو د لرغونو میراثونو په لیست کې شامل دی. په موزیم کې د انسانانو د تاریخ اړوند د ۶۰۰۰ کاله مخکې هنري آثار موجود دي. د برلین ډیری موزیمونه وړیا دي.
لومړی مقام - د برلين ژوبڼ
د برلین له ژوبڼ او د زولوژي له بڼ څخه په ۲۰۲۲م کال کې ۵ اعشاريه ۲ میلیونه خلکو ليدنه کړې ده. په دغه ژوبڼ کې غبرګې پانډاوې پیت او پاوله هم شته چې همدلته زيږيدلي دي.
خو د بریندیبورګ دروازه څنګه؟
تاسو به حیران شئ چې ولې د برندينبورګ دروازه او د ایست سایډ ګلري (د برلین ديوال یوه بله برخه) ولې د برلین ښار د لسو غوره ليدل شوو ځایونو په لیست کې شامل نه دي. هغه په دې دلیل چې د عامه ځایونو کتونکي نه حسابیږي. که نه یاد دغه دوه ځایونه، له شک پرته د برلين ښار تر ټولو ډېر ليدل کېدونکي او مشهور ځایونه دي.