د بشري حقونو جايزه احمد منصور ته ورکړل سوه
۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبهپه لسو زرو یورو سره دغه جایزه پرون یکشنبه(د اکتوبر ۱۳مه) نېټه د جرمني د یوه بنسټ(گرهارد او ریناټه بوم) له خوا احمد منصور ته ورکړل سوه. بنسټ ددغي جایزې د ورکولو دلیل دا وښود چي »احمد منصور د بشري حقوقو، دیموکراسۍ او ادغام په لار کي نه ستړي کیدونکو هلي ځلي کړي دي.«
بنسټ اضافه کوي چي هغه د مختلفو ابتکارونو او پروگرامونو له لاري د افراطیت په مقابل کي مبارزه کړې ده. منصور غواړي په اسلام کي اصلاحات رامنځته سي او د«سیکولر اسلام د ابتکارونو« د بنسټ یو مؤسس هم دی.
په ۲۰۱۷م کال کي هغه د خپلي ماینې(بیاتریک) سره یو ځای د »ازادي له سره شروع کیږي« په نوم یوه ټولنه جوړه کړه، چي د دیموکراسۍ د تقویې او افراطیت د مخنیوي په لار کي یو ابتکار دی.
احمد منصور په ۱۹۷۶م کال کي د اسرائیلو په یوه عربي کلي کي زیږیدلی دی. د ۱۹۹۶م کال څخه یې په تل آبیب او برلین کي د روانشناسۍ، سوسیالوژۍ او فلسفې په برخه کي په تحصیل شروع وکړه. په ۱۳ کلنۍ کي هغه یوې اسلامي مدرسې ته شامل سو، چي په خبره یې افراطیت ته تشویق سو. خو د تحصیل په جریان کي بیرته د هغه له اغېز څخه راووت.
د ددوهمي انتیفادا پر وخت د کړکیچن حالت له کبله هغه مجبوره سو، برلین ته راسي او هم هلته پاته سي. هغه له ۲۰۱۷م کال راهیسي د جرمني تابعیت لري.