1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اسرائيل ته سفر کړی

۱۴۰۲ بهمن ۲۵, چهارشنبه

په رفح ښار کې د اسرائیل د عملیاتو له پلان سره سم د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې اسرائیل ته سفر کړی دی. په ورته وخت کې د اسرائيل پلاوی په قاهره کې له مذاکرتو وتلی دی.

https://p.dw.com/p/4cOaP
Außenministerin Baerbock in Israel
د بیربوک سفر وروسته له هغې کیږي چې اسرائیل د غزې تړانګي په رفح ښار کې د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو پلان اعلان کړ.انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک پنځم ځل اسرائیل ته سفر کړی دی. دغه هیواد ته له رسېدو وروسته به نوموړې له خپل سیال یسرائیل کاتز او د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره وویني.

ټاکل شوې ده چې انالینا بیربوک به له ولسمشر اسحاق هرتزوګ او د اسرائیل د اپوزیسیون له مشر یائیر لاپید سره هم وګوري.

د بیربوک سفر وروسته له هغې کیږي چې اسرائیل د غزې تړانګي په رفح ښار کې د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو پلان اعلان کړ، هغه ځای چې نتانیاهو د حماس «وروستی سنګر »بللی دی.

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر مياشتي پر اوومه پر اسرائیل باندې د حماس تر ترهګر برید وروسته، دغه هېواد د غزې په تړانګه کې د «حماس د له منځه وړلو» له پاره پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې اوس د مصر پولې ته څېرمه رفح ته رسېدلي دي.

حماس د اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوی.

Deutschland | Treffen der Bundesaußenministerin Baerbock mit Polens Außenminister Sikorski in Berlin
انالینا بیربوک به له ولسمشر اسحاق هرتزوګ او د اسرائیل د اپوزیسیون له مشر یائیر لاپید سره هم وګوري.انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اسرائیل ته له خپل سفر مخکې په یوې خبر پاڼه کې ویلي دي چې د خپل سفر په ترڅ کې پلان لري چې په غزه کې د بشري ناورین له زیاتېدو پرته د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خلاصون پر څرنګوالي خبرې وکړي.

په دغې خبر پاڼه کې راغلي دي چې په رفح کې د اسرائیل د پوځ عملیات بشردوستانه حالت ډیر خرابوی «ځکه چې د دغه ښار خلک نه شي کولی په سادګۍ سره په هوا کې ورک شي.»

انالینا بیربوک زیاته کړې: «هغوئ خوندي ځایونو او خوندي دهلیزونو ته اړتیا لري، ترڅو د دوو اورونو ترمنځ پاتې نشي. هغوئ لاهم بشري مرستو او په جګړه کې دمې ته اړتیا لري.»

بیربوک د حماس غندنه وکړه او ویې ویل: «که دوئ لږ هم د فلسطیني میرمنو، نارینه وو او ماشومانو په کړاوونو کې د زړه له کومې خواخوږي ولري، دوی به خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.» نوموړې زیاته کړه: «پوښتنه دا ده چې څنګه پر حماس نړیوال فشار زیات شي، تر څو دغه ترورسیتان خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.»

اسرائيل په دوامداره توګه د غزې په سویل کې ځمکني عملیات پراخ کړي دي. رفح ښار د غزې د ۲،۳ میلیونه اوسیدونکو له نیمایي څخه د ډیرو له پاره وروستی پناه ځای دی چې له تاوتریخوالي څخه تښتیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د څو مرستندویه ادارو د معلوماتو له مخې د دغه ښار نفوس چې له جګړې مخکې شاوخوا ۲۵۰ زره و، اوس شاوخوا یو نیم میلیون کسانو ته رسېدلی دی. ډیری بې ځایه شوي خلک د ملګرو ملتونو په موقتي کمپونو او خیمو کې ژوند کوي.

راپور: د اسرائیل پلاوي په قاهره کې د اوربند خبرې پریښي دي

د رسنیو د راپورونو له مخې په قاهره کې د اسرائیل، قطر او مصر مذاکره کوونکي د غزې په جګړه کې د اوربند او د نورو یرغمل شویو د تبادلې له پاره یوې هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلي، خو دوی خبرو ته دوام ورکوي.

د اسرائيل د لومړي وزیر د دفتر یوه چارواکي «ټایمز اف اسرائیل» ته ویلي دي چې د دوی پلاوی د سه شنبې په شپه له قاهرې څخه ستون شوی دی.

د اسرائیل د استخباراتو مشر ډیویډ برنیا، تر دې مخکې د مصر په پلازمینه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې «سي آی اې» له مشر ویلیم برنز سره وکتل.

د قطر په منځګړتوب په دغه ښار کې د شخړو د موقتي بندولو له پاره خبرې اترې ترسره شوې وې.

راپورونه وايي چې په دغو خبرو اترو کې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني او مصري چارواکو هم ګډون درلود او هڅه یې کوله چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسرائیل له پراخو عملیاتو مخکې اوربند رامنځته کړي.چ

وال سټریټ ژورنال د مصري چارواکو په حواله راپور ورکړی دی، چې د اسرائيل پلاوی «پرته له دې چې په خبرو اترو کې کومه لویه تشه حل کړي» له مصر څخه تللی دی.

د مصر دولتي ټلویزیون القاهرې د یوه لوړ پوړي مصري  چارواکي له خولې ویلي دي چې دا خبرې به درې ورځې نورې هم دوام وکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي، دغه خبرې «رغنده او سمه لار» بللې دي. هغه په ​​سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «تر هغه پورې هیڅ نه کیږي چې دا ټول پای ته ونه رسیږي.»

اسرائیل، مصر یا قطر تر اوسه د خبرو اترو د نتیجې په اړه رسمي خبر پاڼه نه ده خپره کړې.