1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حماس جلاوطنه مشر غزې ته ستون شوی دی

۱۳۹۱ آذر ۱۸, شنبه
https://p.dw.com/p/16yT1

د حماس سازمان جلا وطنه مشر خالد مشعل، د غزې تراړې ته تللی دی. دا یوې فلسطيني سیمی ته د ۳۷ کلونو راهیسي د ده لومړنی سفر دی. د غزې په ښار کي صدراعظم اسماعیل حنیه، یو شمیر مشرانو او په زرهاوو پلویانو د هغه هرکلی وکړ. د فتح د مخالف سازمان استازو هم ، چي په لویدیځ اردن کي حاکم دي، په دغو مراسمو کښي برخه اخیستې وه.

په پام کې ده چې د یکشنبې په ورځ به مشعل د غورځنګ د تأسیس د ۲۵ کلیزي په مناسبت یوه بیانیه ورکړي. مشعل د دغه غورځنگ له موسیسنو څخه شمیرل کیږي. غزې ته د هغه سمبولیک سفر ظاهرأ د غزې په تراړه کې د تازه کړکیچ څخه دوه اوونۍ وروسته تر سره شوی دی. مشعل په ۱۹۹۶م کال کې د اسرائيلو د یوې حملې څخه ژوندی روتلی وو.