1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خواف-هرات پټلۍ د جوړولو قرارداد څلورمه برخه لاسلیک سوه

۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبه

د خواف-هرات ریلگاډی پټلۍ د څلورمې برخی د جوړولو تړون، د افغان حکومت او یوه قزاقستاني شرکت ترمنځ لاسلیک سو. د ترانسپورت وزیر وايي چي د دغي پټلۍ لگښت چي ۵۸ اشاریه ۵ میلیونه ډالره دی، د افغانستان حکومت له خوا تمویلیږي.

https://p.dw.com/p/3UheV
Eisenbahnstrecke zwischen dem usbekischen Hairatan und Masar-i-Scharif
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان جمهوري ریاست ويلي دي چي دغه تړون د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کي د قزاقستاني شرکت INKONKZ سره د ترانسپورت وزارت له خوا لاسلیک سو.

د خواف-هرات پټلۍ د څلورمي برخي لومړی فاز ۴۳ کیلومتره اوږد دی او د هرات ولایت د غوریانو، زنده جان او انجیل په ولسوالیو کي تیریږي. د ترانسپورت وزیر د قزاقستان له سفیر سره په یوه گډه غونډه کي وویل چي پر دغې پروژې باندي ۵۸ اشاریه ۵ میلیونه ډالره لگښت راځي چي هغه به د افغان حکومت له خوا ورکول کيږي.

د افغانستان او ایران ترمنځ تفاهم

ددغي پټلۍ د جوړولو په هکله هوکړه لیک، لس کاله مخکي د ایران او افغانستان ترمنځ لاسلیک سوی وو. د دغه هوکړه لیک پر اساس به دغه پټلۍ ایران له افغانستان سره په څلورو ځایونو کي وصل کړي. د ترانسپورت وزیر یما یاری ویلي دي چي« ددغې پروژې لومړنۍ دوې برخي د ایران له خواف څخه تر شمتیغ سرحد پوري د ۷۶ کیلومتره په اوږدوالي سره بشپړي سوي دي او دریمه برخه يې د افغانستان په خاوره کي هم د شمتیغ له سرحد څخه چي تر غوریانو ولسوالۍ پوري ۶۲ کیلومتره اوږده ده، ۹۵ سلنه کاريې بشپړ سوی او ډیر ژربه پرانیستل سي.»  

اوس ددغې پروژې څلورمه برخه د افغانستان په خاوره کي د ایران او افغانستان ترمنځ  شمتیغ سرحد څخه د هرات تر غوریانو ولسوالۍ پوري ادامه مومي. ددغې پروژې د څلورمي برخې د جوړولو کار به دغه قزاقستانی شرکت د ۱۶ میاشتو په اوږدو کي بشپړ کړي. د افغانستان د ترانسپورت د وزیر په حواله د څلورمي قطعې د لومړي فاز په ادامه به دوهم فاز د ۴۴ کیلومتره په اوږدو سره د ایټالیا په مرسته جوړ سي.

Afghanistan Hairatan Ankunft Cargo Zug aus China
له آرشیف څخه: افغانستان ته د چین د لومړني ریلگاډي رسیدل انځور: DW/H. Safi

هغه همدارنگه زیاته کړه چی ایټالیا ددغې څانگې د جوړولو د تمویل له پاره، د ۶۵ میلیونو یورو اوږدمهالې قرضې هوکړه لیک د افغاستان له حکومت سره لاسلیک کړی او سند يې د تصویب له پاره اولسي جرگې ته استول سوی دی.

یاری ټینگار کړی دی چي ياد قراردادي شرکت، د ۴۳ کیلومتره اوږدې پټلۍ د ډیزاین پر بشپړولو سربیره، د یوه مسجد د جوړولو، د قزاقستان په پوهنتون کي تر لیسانس پوري د زده کړو لس بورسونو او د هغوی د مصارفو او همدارنگه د افغانستان د پټلۍ جوړولو د ۶۰ کارکوونکو له پاره د ساختمانۍ په برخه کي د زده کړو د پلان ژمنه هم کړې ده.

د قزاقستان سفیر حلیم خان یسین گلدییف په دغه خبري غونډه کي ویلي دي چي دا د قزاقستان يو ستر شرکت دی چی د اول وار له پاره يې په افغانستان کي ددغي پټلۍ د جوړولو کار پیل کړی او ژمنه يې کړې ده چي نوموړې پروژه به د ټاکل سوي وخت په ترڅ کی بشپړه کړي.

د خواف-هرات ترمنځ د ریلگاډي پټلۍ د افغانستان له پاره له اقتصادي اړخه ډیره مهمه ده چی په بشپړیدو سره به يې ایران ته او له هغه ځایه نورو هیوادونو ته په کمه بیه او لږ وخت سره، د صادارتو او تجارتي کالیو د انتقالولو له پاره زمینه برابره سي.