د داعش پېژندل سوي څېرې
يو وخت د «اسلامي دولت» (داعش) تروريستانو د عملياتو پر مهال مخونه پټول. خو دغه کار ډېر دوام نه وکړ. د دغي ډلي ځينو پيژندل سوو څېرو خپل مخونه لڅ کړل او يا داعش د خپلو تبليغاتو له پاره دا کار وکړ.
يو وخت د «اسلامي دولت» (داعش) تروريستانو د عملياتو پر مهال مخونه پټول. د دغي ډلي لومړی ځواک په عراق کي د القاعدې له ښاخه او په دغه هيواد کي د حکومت د وېش په برخه کي له ناراضي سينانو څخه جوړ سو. وروسته بيا له دغي ډلي سره د گاونډيو عربي هيوادونو مالي او تسليحاتي مرستي، د عراق د بعث گوند غړي او افسران او د عربي هيوادونو ځيني ځوانان ور زيات سول.
شکير وهيب الفهداوی الدليمي په عراق کي د القاعدې غړی وو او په ۲۰۰۶م کال کي امريکايي ځواکونو ونيو. هغه په ۲۰۰۹م کال کي د القاعدې په مرسته له زندانه وتښتېد. هغه د داعش له لومړيو کسانو څخه وو چي بې له ماسکه راڅرگند سو.
په خټه مراکشی بلجيمی عبدالحمید اباعود چي د پاريس د تروريستانو او يرغلونو مشر گڼل کيږي. له هغه وروسته چي د بلجيم په وروير ښار کي يوه تروريستي ډله کشف سو هغه له پوليسو په تېښته بريالی سو او سوريې ته ولاړ. د بلجيم محکمې هغه په ۲۰۱۵م کال کي په غياب کي په ۲۰ کاله بند محکوم کړ.
په برلين کي زېږېدلی دنيس ممدو کاسپرت چي له پلاره غنايي او له موره آلمانی دئ په رپ موسيقۍ کي ئې شهرت لاره. هغه وروسته له هغه چي مسلمان سو موسيقي ئې پرېښوول او په سوريه کي د حکومت پرضد جنگ له پاره لومړی مصر او له هغه ځايه سوريې ته ولاړ. هغه په سوريه کي «ابوطلحه الالماني» ونومول سو او ويل کيږي چي د روان کال په اکتوبر مياشت کي په يوه بمبار کي وژل سوی دئ.
د بحرين اوسېدونکی ترکی ال بن علي د داعش په بانفوذه روحانيانو کي شمېرل کيږي. په انځور کي هغه د عراق په موصل ښار کي په يوه مسجد کي د وينا پر مهال ښکاري. هغه د ابوسفيان ال سلمي او ابوهمام ال اطهاري په نومونو هم پيژندل کيږي.
محمد اموازی مشهور په «جان جهادي» د داعش جلاد دئ چي ويل کيږي په کويت کي زېږېدلی او له شپږ کلنۍ څخه ئې په بريتانيا کي ژوند کړی او هلته ئې لوړي زده کړي دي. هغه له ځينو بهرنيانو څخه سرونه پرېکړي او ويډيوگاني ئې خپرې کړي دي.
امدی کوليبالي هغه وخت مشهور سو چي د پاريس په شمال کي په يوه پلورنځی کي يو شمېر يهوديان برمته کړل. هغه په يوه ويديو کي د يوې فرانسوۍ پوليس وژل او له داعش سره وفاداري اعلان کړې وه.
ابو عمر آل آلماني چي د جرمني پوليسو ئې نوم «يمين الف.ز» ښوولی دئ په آلماني ژبي قتلونو څو ويډیوگاني خپرې کړي په آلماني ژبه د داعش له پاره د ځوانانو په جلب و جذب کي مرسته کړې.
محمد محمود چي اوس ابو اسامه آل غريب نومول کيږي په خټه مصری اتريشی دي چي پلار ئې هم د اخوان المسلمين غړی وو. هغه هم د ابوعمر ال آلماني ترڅنگ د پالميرا په اعدامونو کي لاس لري. هغه داعش ته د آلماني ژبو ځوانانو په جذب کي مرسته کوي.
مهدی نموش ۲۹ کلن فرانسوی ځوان چي الجزايري ريښه لري د داعش لومړی تروريست وو چي له سوريې څخه اروپا ته را وگرځېد په بروکسل کي ئې د يهوديانو پر موزيم باندي يرغل وکړ او څلور کسان ئې ووژل او وتښتېد.
ابوعمر الشيشاني (د انځور په منځ کي) گرجستانی دئ او اصلي نوم ئې تارخان باتر هيويلي دئ. ويل کیږي چي په سوريه کي هغه د داعش د پوځ قوماندان دئ. الشيشاني په ۲۰۱۲م کال کي په سوريه کي د دولت له مخالفانو سره يو ځای سو خو تر هغه وروسته ئې د البغدادي بيعت وکړ.
ابويحيی القيرواني چي اصلي نوم ئې سيف الدين اليعقوبي دئ د تونس د قيروان ښار پوهنتون د فضايي پوهنځی محصل دئ. هغه د تونس په ختيځ ساحل کي پر امپريال هوتل باندي په يرغل کي ۲۷ سيلانيان ووژل.
په دې انځور کي د بالکان اوسېدونکي ښکار چي په يوه ويديو کي ئې د بالکان خلک جهاد ته رابلل. دغه ويديو بيا له يوتوبه ايسته سوه.
دا د بالکان خلکو ته د داعش د تبليغاتي ويديو يو بل انځور دئ. چي يو تروريست له خپلي ماينې او کوچنيانو سره پکښې ښکاري.
ابراهيم عواد ابراهيم علي البدري السامرائئ د ابوبکر البغدادي په نوم شهرت وموند او له القاعدي سره د اړيکو په تور څو کاله په عراق کي په امريکايي اډه کي بندي وو. هغه تر آزادۍ وروسته په عراق کي د القاعدې له ناراضيانو سره د «اسلامي دولت» په نوم ډله جوړه کړه او په ۲۰۱۰م کال کي ئې مشر سو. داعش بيا وروسته په ۲۰۱۳م کال کي په سوريه کي تر نفوذ کولو وروسته د عراق او شام اسلامي دولت ونومول سو.