1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش ډلې يو مهم مشر طالبانو ته تسلیم شوی

۱۴۰۰ اسفند ۱۳, جمعه

افغانستان کې د داعش ډلې مهم قومندان عبدالرحیم مسلم دوست د جمعې پر ورځ ننګرهار کې طالبانو ته تسلیم شو. هغه افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې له بنست ایښودونکو ګڼل کېږي.

https://p.dw.com/p/481UJ
Afghanistan | sich ergebene IS Kämpfer in Jalalabad
آرشيف انځور ـ انځور: Noorullah Shirzada/AFP/Getty Images

عبدالرحیم مسلم دوست چې افغانستان کې د داعش ډلې مخکښ قومندان او مشر و، نن جمعه ننګرهار کې د طالبانو حکومت ته تسلیم شو.

نوموړي نن جلال اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل، هغه مهال یې له داعشه لاره بیله کړه، چې یو شمېر داعش وسله وال د ده له اجازې پرته د ننګرهار اچین او کوټ ولسوالیو ته لاړل او هلته  د ملکي وګړیو په وژلو، ټپي کولو او زورولو لاس پورې کړ.

هغه که څه هم د کومې سیمې نوم وا نه نخیست خو ویې ویل له هغه مهاله تر اوسه د پاکستاني طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې کې اوسېده.

 نوموړی ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د رییس ډاکټر بشیر په هڅو طالبانو ته تسلیم شو او زیاته یې کړه، چې نور له داعش سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

دې خبري ناستې کې د ننګرهار د ملي امنیت رییس ډاکټر بشیر له ټولو هغو کسانو چې طالبانو سره هر ډول اختلافات لري، وغوښتل چې د دوی د مشر د عفوې له فرمان څخه په اخيستو دې له دوی سره یو ځای یا تسلیم شي.

مسلم دوست ۲۰۰۳ ز کال کې القاعدې سره د اړیکو په تور امریکايانو نیولی او ګوانتنامو کې بندي کړی وو. هغه سره په بند کې د جمهوري حکومت پر مهال د اچین ولسوال غالب مجاهد چې رسنیو کې یې شهرت موندلی و، هم ملګری و.

له بنده تر آزادېدو وروسته عبدالرحیم مسلم دوست ۲۰۱۴ ز کال کې د خیبرپښتونخوا تیراه سیمه کې د داعش له مشر ابوبکرالبغدادي سره بیعت اعلان کړ او دی په سیمه کې د دغې ډلې استازی وټاکل شو او دغې ډلې ته یې جلب و جذب پیل کړ.

د رسنیو په حواله، هغه سره هغه مهال لږه موده کې زیات شمېر ناراضه افغان او پاکستاني طالبان یو ځای شول؛ خو ډېر ژر یې لارې بیلې کړې. عبدالرحیم مسلم دوست څو کاله پاکستان کې هم بندي شوی و.

د چارو شنونکي وايي، که څه هم اوس مهال افغانستان کې داعش ډله مخامخ له طالبانو سره په جګړې کې نه ده ښکېله؛ خو دغه ډله لا هم فعاله ده او ښايي راتلونکي کې طالبانو ته د یوه لوی سرخوږي په توګه راښکاره شي.

پخواني پوځي جنرال او شنونکي عبدالواحد طاقت دویچه ویله ته وویل، داعش ډله لا هم د ختیځو ولایتونو په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې شته؛ خو ډېرتمرکز یې په بیا یوځای کېدو او تیاریو دی. دی وايي، د داعش تر څنګ القاعده او نورې ډلې هم افغانستان کې فعالې دي.

همدا دوه اونۍ مخکې هم شاوخوا پنځوس داعش وسله وال ننګرهار کې طالبانو ته تسلیم شوي ول.

که څه هم طالبانو ویلي، داعش ډله افغانستان کې له پښو غورځېدلې؛ خو د پوځي شنونکيو په اند، د عبدالرحیم مسلم دوست او نورو داعشیانو تسلیمېدل دا په ګوته کوي، چې دغه ډله لا هم ګڼ شمېر جنګیالي لري.

ا.د./ب.ص.