د دونالد ټرمپ او هيلري کلينټن په اړه په زړه پوري حقايق
داسې فکر کوئ چې د دونالد ټرمپ او هيلري کلينټن په اړه ډېر معلومات لرئ؟ ځينې شيان به مو هرومرو حيران کړي، مثلا دا چې دواړه د خپلو وېښتانو سره ځانګړې مينه لري.
د پردې تر شا
د امريکا په متحده آيالاتو کې له ډېرې مودې راهيسې د دغو دواړو کانديدانو تر منځ سيالي روانه ده چې ډېر ژر به يې پايله هم معلومه شي. د هغوی څېرې د څه پاسه يوه کال راهيسې ورځ په ورځ ليدل کيږي. خو دواړه بيا داسې ځانګړتياوې هم لري چې ډېر نه په ګوته کيږي.
محافظه کاره هيلري
هيلري کلينټن د ايلينوي په آيالت کې په يوه محافظه کاره کورنۍ کې رالويه شوه. پلار يې د ټوکرو يا تکې سوداګر وو. په پېغلتوب کې دا جمهوري غوښتونکې وه چې د پخوانو ولسمشرانو ګولدواټر او نيکسون څخه يې ملاتړ کاوه. هغې بيا وروسته د دموکرات ګوند غړيتوب ومانه. وروسته يې خپل د سر وېښته هم لنډ کړل.
دونالد د سياسي خنډ په توګه
په ځوانۍ کې ګرانه وه د دې اټکل وشي چې ټرمپ له کوم ګوند څخه ملاتړ کوي. پخوا به يې د دموکراتو کانديدانو ملاتړ کاوه لکه د بيل او هيلري کلينټن. د ده ځينې څرګندونې پخوا خورا ليبرال او آزادې وې. د ژوند په وروستي پړاو کې يې جمهوري غوښتونکي ګوند ته مخه کړه چې نور غړي ورته اوس د خنډ په سترګه ګوري.
بيل او هيلري د جوړې په توګه
هيلري کلينټن په دې هم مشهوره شوې ده چې د متحده آيالاتو له پخواني ولسمشر سره يې واده کړی دی. خو کله چې بيل غوښتل په ځوانۍ کې ورسره واده وکړي، نو هيلري دا وړانديز رد کړی وو. بيل څو ځله ورڅخه هيله وکړه څو هغې ورسره واده کولو ته زړه ښه کړ.
ټرمپ د ښکلا د ملکو د مشر په توګه
له ۱۹۹۶ تر ۲۰۱۵ کاله پورې ټرمپ د «ميس يونيورز» او د امريکا متحده آيالاتو د ښکلا د بېلابېلو سياليو ونډه لرونکی وو. داسې ويل کيږي چې د جامو بدلولو ځايونو ته به يې سر ورښکاره کاوه څو وګوري چې آيا هر څه ... سم دي که نه. په انځور کې د کاليفورنيا د ښکلا ملکه ورته ځکه په حيرانۍ سره ګوري.
د وال مارټ مغازو د بورډ لومړنۍ ښځينه غړې
کلينټن لومړنۍ مېرمن وه چې د امريکايي وال مارټ نومو ارزانو مغازو د اجرائيوي هئيت غړې وه. دغه شرکت د خپلو کارکوونکو سره په ناوړه چلن تورنه ده. يو څو کاله وروسته هيلري خپله بيوګرافي هم په داسې يوه مغازه کې نندارې ته ايښې وه.
د ټرمپ نورې سوداګريزې هلې ځلې
سره له دې چې ټرمپ له املاکو سره تجارت شروع کړی وو، خو هغه په ډېر شمېر فلمونو او تلويزيوني نندارو کې هم کار کړی دی. هغه د فلمي لوبغاړو د ټولنې غړيتوب لري او په کال کې څه باندې ۱۱۰ زره ډالره له دې لارې ګټي. په ۲۰۰۷ کال کې ورته په هاليووډ کې دغه ستوری ډالۍ شو چې اوس اوس تازه ترميم شوی هم دی.
غوا هم ګټه لري
په دغه عکس کې بيل په ځير سره يوې غوا ته ګوري، خو هيلري ورسره بيا ډېره تجربه لري. د ۷۰ يمو کلونو په پای کې هغې د دې تجارت له لارې ۱۰۰۰ ډالره په کابو ۱۰۰ زرو ډالرو بدل کړل. ځينې منتقدين وايي چې د غواګانو په دغه تجارت کې فساد هم موجود وو، خو هيڅکله ورباندې دغه تور رسما پورې شوی نه دی.
د حرفوي غېږې په درشل کې
ټرمپ د حرفوي غېږې يا کشتي کج په نړۍ کې هم ډېر ځله راڅرګند شوی دی. د حرفوي غېږې د مشر، وينس مک ماهون، سره يې شايد اختلافات هم لرلي وي. اوس ټرمپ د سختو سياليو له پاره ډېر آماده شوی دی. داسې ښايي چې د دغې صحنې تکرار يې له هيلري سره هم خوښ شوی وای؟
د «وکړه، مه کوه» مېرمن
د لومړۍ مېرمن په توګه کلينټن په دې مشهوره وه چې مختلفې بڼې او د مود ډولونه به يې ښکاره کول. په ۱۹۹۶ کال کې د «وېنيتي فېر» مجلې ادعا وکړه چې په سپينه ماڼۍ کې يې ۴۳ ځله خپلو وېښتانو ته تغيير ورکړی وو. دغه ډول مود يې هغه مهال غوره کړی وو چې د مونيکا لېوينسکي په هکله غږېدله، يعنې هغه ښځه چې مېړه يې ورسره اړيکې درلودلې وې.
د «مه کوه» سړی
دونالد ټرمپ په دې ټينګار کوي چې هيڅکله يې هم الکول او سېګريټ نه دي څکلي. د ډېرو ادعاګانو څخه يې ښايي دغه يوه رښتيا وي. هغه څوک چې ورسره پېژني يا يې ورسره کتلي دي، دا خبره تائيدوي چې هغه دغه مواد نه کاروي. خو داسې هم ويل کيږي چې اصلي نشه په قدرت کې وي، که څنګه؟
جهان ديده ښځه
د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه کلينټن د نورو پخوانو وزيرانو په پرتله له زياتو يعنې ۱۱۲ هېوادونو څخه ليدنه کړې ده. کله چې يې په ۲۰۱۳ کال کې خپله دغه وظيفه پرېښودله نو همکارانو ورته د امريکايي فوټبال داسې يو کميس ډالۍ کړ چې د ۱۱۲ شمېره ورباندې راغلې وه.
د لاس نه ورکولو کانديد
د دويمې مناظرې مخکې ټرمپ او کلينټن سره لاسونه ورنه کړل چې ډېر غبرګونونه يې راوپارول. خو دونالد په رښتيا سره نه غواړي چې چا ته لاس ورکړي. هغه د ميکروبونو څخه وېريږي. دغه ځانګړتيا نورو هم لرله، لکه مايکل جېکسن يا آدولف هيټلر.
کلينټن، د ګرېمي جايزې ګټونکې
ډېر شمېر مخالفين او يو شمېر پلويان هم د هيلري کلينټن آواز غوږ ته آزار ورکوونکی بولي. خو سره له دې هم هغې په ۱۹۹۷ کال کې د ګرېمي جايزه د «الفاظو د ښې شفاهي ادا» په برخه کې وګټله کله چې يې د خپلې بيوګرافۍ غږيزه بڼه بازار ته وړاندې کړه. په ورته کال کې سېلين ديون د تر ټولو ښه البوم په برخه کې عين جايزه وګټله. قضاوت خپله وکړئ.
د محکمو همېشنی مېلمه
د ټرمپ او د هغه د ژوند په هکله هر څه لا ستر او لا پړسېدلي برېښي. نو د هغه قانوني شاليد هم همداسې بوله. دغه جمهوري غوښتونکی سياستوال په څه نا څه ۳۵۰۰ حقوقي قضيو کې ښکېل وو چې د متحده آيالاتو په فدرالي او مرکزي محکمو کې څېړل شوي دي. دا د ګينس د رکارډونو کتاب ته د لار موندلو له له پاره کافي نه دي، خو بيا هم خورا ډېرې قضيې دي. يادونه: دونالد، ته بايد زياته هڅه وکړې!