د بیان د آزادۍ جایزه اوکرایني خبریالانو ته ورکړل شوه
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۲, دوشنبهایوگیني مالولتکا او میستیسلاو چرنوف، هغه خبریالان دي چې د اوکراین د ماریوپول ښار د یرغل او محاصرې پر مهال یې رپوټونه خپرول، د 2022 کال د دویچه ویلې د بیان د آزادۍ جایزه ورکړل شوه.
ایوګیني یو آزاد عکس اخیستونکی دی او میستیسلاو د اسوشیټیډ پریس عکاس او ویډیو اخیستونکی دی.
دې دواړو خپل ژوند له خطر سره مخ کړ خو د اوکراین په سویل ختیځ کې یې د ماریوپول بندري ښار محاصره حالت او ویجاړۍ مستند کړې، او د جګړې بې شمیره قربانیانو سره د طبي ټیمونو د مرستو هڅې یې انځور کړي.
له یوه زيږنتون څخه د دې دواړو انځورونه چې د روسیې په بمباریو کې ویجاړ شوي، په ټوله نړۍ کې لیدل شوي.
د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه چاته ورکول کیږي؟
کله چې روسیې د فبرورۍ په میاشت کې د دونيڅک او لوهانسک سیمو خپلواکي په رسمیت وپېژانده، مالولتکا وویل چې دا ټولو ته څرګنده وه چې جګړه کیږي، خو پوښتنه دا وه چې کله؟ هغه زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې روسیه به د ماریوپول له لارې کریمیا ته د دهلیز د جوړولو هڅه وکړي، چې مخکې له روسیې سره ضمیمه شوې وه.»
کله چې د فبرورۍ په ۲۴ مه جګړه پیل شوه، دواړه خبریالان په ماریوپول ښارګوټي کې وو. مالولتکا زیاته کړه: «موږ د استوګنې پر ودانیو د راکټونو د لګېدو انځورونه ثبت کړل.» د هغه په وینا، په داسې حال کې چې ختیځ ماریوپول د راکټونو باران لاندې و، خبریالانو لاهم کولی شي په آزاده توګه سفر او کار وکړي.
د ماریوپول دفاع
په راتلونکو ورځو کې د اوکراین زیات شمیر سرتیري ماریوپول ته ننوتل. مالولتکا وايي: «ټول پوځ ښار ته داخل شو. ځکه چې په کروندو کې د موقف ساتل نور امکان نه درلوده. د ښار د مرکز په ګډون د توپونو ډزو زور واخیست. په ښار کې هوايي بریدونه وشول او د روسیې جاسوسي ډلې او تخریب کوونکي فعال شول.«
په ښار کې سفر کول او راپور ورکول ډیر ستونزمن شول. په سړکونو کې لږ خلک او موټر لیدل کیدل، او د تلیفون لاینونه په تدریجي ډول کم شول، تر هغه چې تلیفونونه د مارچ په 10 بند شول. مالولتکا وویل: »خلک ویریدل او له موږ څخه یې وپوښتل چې څه تیریږي. دوی هڅه وکړه چې هر ډول معلومات ترلاسه کړي او د بشري دهلیزونو په اړه یې وپوښتل چې لاړ شي.«
خبریالان له روغتونونو څخه د جسدونو راټولولو پرمهال له مړو خښونکو سره ملګري وو. لکه څنګه چې ډیری هدیرې د لاسرسي وړ نه وې، ځینې مړي د کورونو په انګړ کې ښخ شوي وو. د مړو د شمير په لوړيدو سره ډله ایز قبرونه و کیندل شول. مالولتکا وویل: »نږدې 30 متره اوږد او درې متره ژور خندق و کیندل شواو د روغتونونو جسدونه هلته ښخ شول.«
چرنوف او مالولتکا هم د روسانو په یرغل کې د ځوانو نجونو او هلکانو د مرګ شاهدان وو. مالولتکا وویل: »ټول هغه ماشومان چې روغتون ته وړل شوي وو چې موږ یې عکسونه اخیستي، مړه شول.له درې میاشتني ماشوم څخه نيولې تر پنځلس کلن ماشوم پورې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
ماریوپول ویجاړ شو
په تدریجي ډول، د ماریوپول نږدې ټولې زیربناوې ویجاړې شوې، له روغتونونو څخه نيولې بيا د اور وژنې ډلې او د عامه خدماتو ټول واحدونه ویجاړ شول. مالولتکا زیاته کړه: »شاید روسانو د ژغورنې او اور وژنې په مرکز د دې لپاره برید کړی او ویجاړ کړي وي چې په ښار کې د اور لمبو او کنډوالو کې د قربانیانو لټون ناممکن کړي.«
وروسته روسي ځواکونه ښار ته ننوتل. مالولتکا وويل: «هغوی د ټانکونو په مرسته پرمختگ کاوه او مخکې له دې چې له یوې سیمې بلې سیمې ته لاړ شي هر څه ې له خاورو سره خاورې کول. دا د منځنیو پیړیو تاکتیک دی چې که تاسو نشئ کولی یو ښار فتح او ونیسئ، باید یې له خاورو سره خاورئ کړئ.«
کله چې بم د مارچ په نهمه د روغتون د زیږون په څانګه کې ولګېد خبریالان د پیښې ځای ته نږدې وو.
مالولتکا وايي: «موږ لومړی د یوې الوتکې غږ واورېد، چې بیا وروسته څو چاودنې وشوې. چاودنه دومره زوروره وه چې د یوه ګاونډي کور د کړکیو ښیښې یې ماتې کړې. موږ ولیدل چې هرڅه ویجاړ شول. خلک حیران شول او د روغتون خونې ته ورغلل. موږ ولیدل چې میندواره میرمنې څنګه لاندې ښکته شوې. دا یوه حیرانونکې صحنه وه.«
د روسیې د ادعاوو پر خلاف، مالولتکا په دې باور نه ده چې دغه ودانۍ پوځي ځایونه یا تجهیزات درلودل؛ دا یوازې د روغتون د زیږون وارډ وو.
مالولتکا زياتوي چې خبریالان چې روغتون ته د زیږون په کلینیک کې له ښځو سره د خبرو لپاره ننوتل، هغه مهال سخت ټپي او زیانمن شول. په همدې وخت کې ناڅاپه روسي ټانکونه نږدې شول. هغه زیاته کړه: »موږ نږدې ټوله ورځ په روغتون کې پټ وو. سپینې چپنې مو اغوستې وې او د روغتیایی کارکونکو په جامه کې مو عکسونه اخيستل، او د روسی ټانکونو فلمونه مو د ګزمي پر مهال اخیستل.«
د مارچ په ۱۲مه سهار د اوکراین ځانګړو ځواکونو وکولای شول چې خبریالان خوندي ځای ته ورسوي. مالولتکا وویل: »زموږ موټر ویجاړ شو او موږ نشو کولی په آزاده توګه حرکت وکړو.د پولیسو افسرانو وروسته له موږ سره د سپوږمکۍ له لارې انټرنیټ ته لاسرسي کې مرسته وکړه، چې موږ ته یې د عکسونو او خبرونو لیږلو توان راکړ.«
په نهایت کې دوی ته مشوره ورکړل شوه چې ځان وژغوري. مالولتکا وویل: «موږ ته ویل شوي وو چې که روسانو موږ ونیولو، دوی به موږ مجبور کړي چې د کمرې په وړاندې هر څه چې وغواړي ووایو.« پر نورو سربيره دا هم چې راپورونه مو ناسم دي: »زه کولی شم چې پرته د تجربې له زندانيانو سره د روسیې د پټو خدماتو کارکوونکو پر چلن وپوهيږم.«
له ماریوپول څخه وتل
دواړه خبریالان بالاخره د مارچ پر ۱۵ مه له جنګ ځپلي ښاره ووتل. مالولتکا وايي: »موږ ډیر ورو موټر چلاوه.د ماریوپول او اوریخو په سړک کې، مخکې له دې چې موږ زاپوریژیا ته ورسیږو، په هر کلي کې یوه پوسته وه. په مجموع کې، موږ له 15 یا 16 روسي پوستو تير شو. موږ ویره درلوده چې زموږ تلیفونونه به ضبط شي، مګر داسې ونه شول. د شپې په پای کې موږ د روسیې او اوکراین د ځواکونو تر منځ له پولې تېر شو.«
د اوکراین د څارنوالۍ د دفتر په وینا، په دغه هېواد کې د اپریل تر پایه ۱۸ خبریالان وژل شوي، اته نور تښتول شوي، درې خبریالان ورک شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. په خبریالانو کې اوکراینیان او همدارنګه د بریتانیا، چک جمهوریت، متحده ایالاتو، ډنمارک، متحده عربي اماراتو، روسیې، ایرلنډ، سویس، فرانسې او لیتوانیا ۱۹ خبریالان شامل دي.
دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه مکسیکويي خبریالې ته ورکړه
د ۲۰۱۵ کال راهیسې، د بیان د آزادۍ لپاره د دویچه ویله جایزه یو داسې شخص یا نوښت ته ورکول کیږي چې په رسنیو کې د بشري حقونو یا د بیان آزادۍ په وده کې یې مهم رول لوبولی وي.