1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د سعودي بندر ته څیرمه ایرانۍ تیل وړونکې کښتۍ کې چاودنه شوې

۱۳۹۸ مهر ۱۹, جمعه

د ایران د دولتي خبري آژانس د رپوټ له مخې یوې ایرانۍ تیل لیږدونکې کښتۍ کې چاودنه شوې ده. د کښتۍ شرکت وایي چې د دغې چاودنې علت ښایي يو توغندی وي.

https://p.dw.com/p/3R7fd
Golf von Oman Öltanker Front Altair
انځور: picture-alliance/AP Photo/ISNA

د یوې ایرانۍ تیل لیږدونکې کښتۍ خاوندانو ویلي دي چې د جمعې په ورځ د سعودي عربستان د جدې بندر ته څیرمه، په دغه کښتۍ کې چاودنه شوې ده.

د ایران د نفتو د ملي شرکت له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د بیړۍ بدنه دوو جلا انفجارونو اغیزمنه کړې او زیاته کړې یې ده چې احتمالا دغه چاودنې «د توغندیو د برید» په پایله کې شوې دي. دغه خبر د رسنیو د پخوانیو رپوټونو سره چې په کښتۍ کې یې د اور لګیدنې رپوټونه ورکړي ول، په ټکر کې دی.

په بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې دغه کښتۍ د چادونې د رامنځ ته کیدو پر مهال د سعودي عربستان له ساحل څخه سل کیلومتره وړاندې وه. لومړنیو رپوټونو دغه کښتۍ د سنوپا، په نوم پيژندلې ده.

د ایران دولتي خبري آژانس ایسنا، د سرچینو له قوله چې د نوم د اخيستلو پرته ياد شوي، ویلي دي چې دغې چاودنې د پام وړ زیان اړولی او له کښتۍ څخه سمندر ته تېل هم بهیدلي دي. د ایران دولتي تلویزون خبر ورکړی دی چې په کښتۍ کې دوه تحویلخانې زیانمنې شوې دي.

ترینګلتیا مخ پر ډیریدو ده

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د چارو پوهان پر دې باور دي چې چاودنه د یوه ترهګریز برید له کبله رامنځه ته شوې ده. د ایران د نور په نوم خبري آژانس لیکلي دي چې د کښتۍ عمله محفوظه ده او وضعیت هم تر کنترول لاندې دی.

دغه رپوټ شوې چاودنه په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې په منځني ختیځ کې وضعیت ترینګلی دی او امریکا متحده ایالات پر ایران باندې هرمز تنګي ته څیرمه پر تېل وړونکو بیړیو باندې د بریدونو تور پورې کوي. تهران دغه تورونه ردوي. متحده ایالات پر ایران باندې په وروستیو کې د سعودي د نفتو پر تأسیساتو باندې د برید تور هم پورې کړی وو.

د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د نفتو پر تصفیه خانو يا چاڼځايونو باندې د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. خو شننونکي وایي چې توغول شوي توغندي له دومره واټن څخه هدف نه شي ویشتلی چې له یمن څخه دې توغول شوي وي.

sr/ns (Reuters, AP)