آرامکو په درو میاشتو کې نژدې ۵۰ ميليارډ ډالره ګټه کړې
۱۴۰۱ مرداد ۲۳, یکشنبهآرامکو د ريکارډ په کچه دغه ګټه په اوکراين کې د روسېې د جګړې تر پیليدو وروسته چې د خامو تيلو تقاضا او بېې ورسره لوړې شوې، ترلاسه کوي.
سعودي عربستان د نړۍ په سطحه د نفتو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد دی. د نفتو له اړخه د دغه هیواد د کال په کال خالص عواید ۹۰ سلنې پورته خیز وهلی دی. د سعودي عربستان آرامکو شرکت د ۲۰۲۲م کال په دوهمه ربع کې خپله د ريکارډ په کچه دغه ګټه په داسې حال کې اعلانوي چې د کال لومړۍ ربعې ګټه ېې ۳۹.۵ ميليارډه ډالره وه.
د آرامکو مشر، امين حسن الناصر، وويل: «په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې بې ثباتي او اقتصادي ناڅرګندتيا په خپل حال پاتې دې، د دغه کال په لومړۍ نیمايي کې رامنځ ته شوو پيښو زموږ له دغه نظر څخه ملاتړ وکړ چې په صنعت کې روانه پانګونه مهمه ده.» الناصر زیاته کړه: «په واقعیت کې موږ داسې انتظار کوو چې د تيلو د تقاضا رشد د لسیزې تر پایه پورې ادامه ولري، البته په نړۍ کې د هغو نزولي اقتصادي فشارونو باوجود چې د لنډمهال له پاره ېې وړاندوېنې کیږي.»
آرامکو وايي چې د روان کال د دوهم ربع یا د کال د دوهمو درې مياشتو عواید ېې د لومړيو درو مياشتو عوایدو په پرتله ۲۲ اعشاريه ۷ سلنه لوړ دي او دا ېې د «مارکيټ قوي شرایط» ښودلي دي.
د آرامکو د روان نیمايي کال عوايد ۸۷ اعشاریه ۹۱ ميليارډ ډالره دي په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې عواید ېې ۴۷ اعشاريه ۸۱ ميليارډ ډالره وو.
آرامکو همدارنګه د روان کال په دوهمه ربع کې پر سهمدارانو ۱۸ اعشاریه ۸ ميليارډ ډالره ونډې ويشلي چې په دريمه ربع کې به هم همداسې وي.
آ/م.ک.ص./ا.ا.