په سوريه کې د ملګرو ملتونو د پلټونکي کميسیون مشره استعفا کوي
۱۳۹۶ مرداد ۱۶, دوشنبهکارله دل پونته، په لوکارنو کې د «بليک» په نوم سویسۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې دا نوره نه غواړي «يوازې په نوم پلټونکي» واوسي. د «اس دي ای» خبري آژانس په حواله نوموړې د يوه بحث په ترڅ کې وويل چې په سوريه کې د جنګي جنايتونو د پلټنو له پاره سياسي اراده موجوده نه ده.
د دملګرو دغه تحقيقاتي کميسيون د ۲۰۱۱م کال په اګست مياشتې کې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د احتجاجونو له پيل لږ دمخه جوړ شوې وو. دل پونته د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر مياشتې کې په دغه کميسيون کې شامله شوه. تر نن ورځې پورې د کميسیون غړيو ته د سوریې د مشرتابه له خوا دغه هيواد ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې. خو سره له دې هم کميسيون په منظم ډول په سوريه کې د بشري حقونو د سرغړونو د پيښو په اړه رپوټونه ورکړي دي.
خو دغه رپوټونو هيڅ اغیز نه دی لرلای ځکه د دل پونته په خبره د يوې ځانګړې محکمې پرته دغه رپوټونه «بې معنا» دي.
«له ماضي څخه زده کړه نه ده شوې»
د سويس دې ۷۰ کلنې حقوق پوهې ویلي دي: «موږ بې وسې يو، په سوريه کې هیڅ عدالت شتون لري.» هغې زیاته کړې ده چې د سوريې جنګي جرمونه د پخوانۍ يوګوسلاويه او رواندا د جرمونو څخه ډير بدتر دي. دل پونته له ۱۹۹۹ م تر ۲۰۰۷ م کال پورې د پخوانۍ يوګوسلاويه د جنګي جرمونو او د رواندا د ولس وژنې له پاره د دنهاک د جزا د نړيوالې محکمې څارنواله وه.
هغه پر نړيواله ټولنه تور لګوي چې د رواندا د ولس وژنې څخه يې هيڅ درس نه دی اخیستی. دل پونته وايي: «زه له دندې ګوښه کيږم ځکه د ملګرو ملتونو امنيت شورا عدالت ته ليواله نه ده.» د نوموړې انتقاد روسیې او چين ته متوجې دې او وايي چې دواړه هيوادونه په دې برخه کې د نورو مخه نیسي.
د دل پونته په خبره په سپتمبر مياشتې کې به د ځانګړې پلټونکې په توګه په وروستي ځل په يوه غونډه کې برخه واخلي. هغې ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به خپله استعفا په ليکلې بڼه کمیسيون ته واستوي. د نوموړې په خبره «ناهيلې» شوې ده او نه غواړي نور وخت د داسې يوه کميسيون د غړې په توګه تير کړي چې هیڅ نه کوي.
«ټول اړخونه په جنايت کې ښکيل دي»
دل پونته په خبره په لومړي سر کې د سوریې په جګړه کې د «ښو او بدو» توپير کيدلای شو. یعنې حکومت بد او مخالفين یې ښه بلل کيدل. خو دمګړۍ په سوریه کې «ټول اړخونه بد» دي. د اسد حکومت «بشريت ضد جنايتونه» ترسره کوي او کيمياوي وسلې کاروي او اپوزیسیون يوازې د «افراطيانو او ترهګرو» جوړ دی.
د ملګرو ملتونو د دې تحقیقاتي کميسيون له خوا ويل شوي چې دوی ته لا د جون مياشتې په نيمايي کې د دل پونته له خوا د دغه ګام په اړه ويل شوي ول. د کمیسيون له خوا وويل شول چې دوی د نوموړې د «ونډې» او «زيار» هرکلی کوي.
د سوریې جګړه د ۲۰۱۱ م کال په پسرلي کې لومړی د اسد پر ضد د سوله ایز احتجاج سره پیل شوه. خو د کال په اوږدو کې بيا وضعه پيچلې شوه او تر اوسه له ۳۳۰ زرو زيات انسانان ووژل شول چې د فعالانو په حواله د وژل شويو يو په دريمه برخه ملکيان ول.
تر نيمايي زيات وګړي د زرو زياتي له کبله تيښتې ته مجبور شول او د هيواد زياتره برخې په کنډوالو بدلې شوې.