د سوریې، روسیې او ترکیې د دفاع وزیرانو په مسکو کې سره لیدلي
۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبهد روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وضاحت ورکړی دی چې په دې لیدنه کتنه کې «د سوریې کړکیچ پای ته رسولو له پاره پر امکاناتو، د مهاجرو پر ستونزو او په سوریې کې د افراطي ډلو پر وړاندې پر ګډې مبارزې» بحث وشو.
دا په ۲۰۱۱م کال کې د سوریي د جګړې د پيل راهیسې د سوریې او ترکیې د استازو تر منځ د وزیرانو په کچه لومړۍ لیدنه کتنه وه. تر اوسه پورې د انقرې او دمشق تر منځ اړیکې د شخړو له کبله متشنج ګڼل کیدل. هم ترکیه او هم روسیه د سوریې په شخړه کې ښکیل دي. مسکو په دمشق کې د حکومت ملاتړ کوي او انقره بیا د یاغیانو ملاتړ کوي.
ترکیې په سوریه او عراق کي د کردانو پر مورچلونه باندي هوايي بمبارۍ کړي
د مسکو په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په لیدنه کې ښکیلو اړخونو د چهارشنبې په ورځ پر رغوونکو خبرو اترو ټینګار وکړ. د ترکیې دفاع وزارت تائیده کړې ده چې دغه لیدنه کتنه په یوه مثبته فضاء کې ترسره شوې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اونیو راهیسې د سوریې په شمال کې د کردي ډلو پر وړاندې د یرغلیز برید ګواښونه کوي. د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي آکار تیره اونۍ اشاره کړې وه چې ترکیه له سوریې سره په تماس کې ده، څو د سوریې هوایي حریم د ترکیې د جنګي الوتکو د پروازونو له پاره پرانیستل شي.
د ترکیې حکومت د استانبول د برید پړه پر وسله والو کردانو اچوي
انقره په سوریې د شخړې د پيل راهیسې د یاغي ډلو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ۴ میلیونه سوریایي مهاجرو ته پناه ورکړې ده.
اردوغان په حقیقت کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د سرسخت دښمن په توګه په دې وروستیو کې خپل دریځ بدل کړی دی. اردوغان د روان کال د دسمبر په نیمایې کې له خپل سوریایي سیال سره یوه ملاقات ته اشاره کړې وه، دا په داسې حال کې ده چې اردوغان مخکې تر دې بشارالاسد یو «قاتل» بللی و.
آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا