«د سولي چغه» غونډه په کندهار کي ـ طالبان او حکومت بايد سوله سره وکړي
«د سولي چغه» غونډه په کندهار کي ـ طالبان او حکومت بايد سوله سره وکړي
په دغه غونډه کي د افغانستان د ۹ ولايتونو څخه راغلو قومي مشرانو، ديني عالمانو او ولسي کسانو برخه اخيستې وه.
د «سولي چغه، د لوی کندهار د ولس آواز» غونډه د درې ورځني جريان وروسته د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۸مه نېټه پای ته ورسېده.
د سولي ګډونوالو او ويناوالو د افغانستان د لانجې له دواړو اړخونو وغوښتل چي بين الافغاني خبرو اترو ته دي سره کښېني.
د سولي پر موضوع دغه غونډه کي د افغانستان د لانجې يوازنی حل، د سولي راتګ وبلل سو.
د کندهار د موی مبارک د مسجد جامع امام مولوي خطیب پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ، چي له جګړې لاس واخلي، ځکه دده په خبره داجګړه پردۍ ، د ګاونډیانو او ابرقدرتونو په ګټه ده.
انځورونه
1 | 5انځورونه