د شمالي کوریا مشر جنګي تياری زیاتوي
۱۴۰۲ دی ۸, جمعهد ۲۰۲۳م کال په پای کې د شمالي کوریا د کارګر ګوند د مرکزي کمېټې په غونډه کې هغه د دې پروسې د چټکولو خبر ورکړ.
د شمالي کوریا مشرکیم جونګ اون د دغه هيواد له پوځ او د وسلو له صنعتي برخي څخه غوښتي دي چې د جګړې په صورت کې خپل چمتووالی زیات کړي.
دولتي رسنیو د کیم له خولې ویلي "پوځي چمتووالی خپل لوړ حد ته رسېدلی دی." راپورونه دا هم وايي چې کیم د خلق ګوند، د اردو نظامي دندې، د وسلو صنعت، اټومي وسلو او ملکي دفاعي برخو ته هم اشاره وکړه.
شمالي کوریا چې د اټمي وسلو د لېږدولو وړ بالستیک توغندي ازمایلي، پکې د انټرکانټیننټال بالستیک توغندي هم شامل دي.
په وروستیو هغه د دغه هېواد په اساسي قانون کې د خپلو اټومي وسلو د پراخولو پالیسي تثبیت کړې ده.
کیم جونګ اون تر دې مخکې د روان کال په اګست میاشت کې د ګوند د مرکزي پوځي کمېسیون په غونډه کې امر کړی وو چې د جګړې له پاره چمتووالی باید په شدت سره پرمخ ولاړ شي. په هغه وخت کې دغه پرېکړه له امريکا سره د جنوبي کوريا د نژدې پوځي همکارۍ پر وړاندي غبرګون بلل شوی وو.
شمالي کوریا چې د اټومي وسلو د پروګرام له امله تر نړیوالو بندیزونو لاندې ده، امریکا او جنوبي کوریا خپل ستر دښمنان ګڼي.
د روان کال په اپریل میاشت کې امریکا او جنوبي کوریا پریکړه وکړه چې د ګډو پوځي تمرینونو په ګډون خپلې پوځي همکارۍ لا زیاتې کړي.
زموږ له آرشيف څخه: