په پنجشیر او د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د طالبانو او د مقاومت جبهې تر منځ له نښتو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي چې پکې طالبان له عام وګړو سره ناوړه چلند کوي. په سیمه کې خپلواکې رسنۍ او بنسټونه فعال نه دي چې وضعیت له نږدې وڅیړي. پوښتنه دا ده چې آیا ریښتیا هم دغه نښته په همدې کچه لویه ده او یا یوازې په خواله رسنیو کې یې خلک لویوې؟