د عقل د زوال له پاره څو سپارښتني
د الزایمر او هغې ته ورته ناروغیو اصلي لامل لا هم روښانه نه دی، خو ویلی شو چې ورزش او فزیکي حرکت د الزایمر او عقل زوال په ګډون د سختو ناروغیو څخه مخنیوی کولی شي.
د وزن د زیاتوالي مخنیوی وکړئ
تمرین د وزن له لاسه ورکولو يو اغېزمنو لارو څخه دی. دې هدف ته د رسېدو له پاره متخصصین د صحي خوړو او مناسب حرکت وړاندیز کوي. حرکت نه یوازې د وزن د کمیدو لامل کیږي، بلکې د وینې جریان او د بدن میټابولیزم باندې هم مثبت اغیز لري.
د سبزیجاتو خوراک
ډېرو څېړنو ثابته کړې ده چې د سبزیجاتو، سلاد او د نباتي غوړیو په ګډون د صحي خوړو کارول د بدن پر شریانونو ښه اغېز لري. که د ورزش ترڅنګ خوراک ته پام وکړئ، د زړه د شريانونو د بندېدو، عصبي حملې او داسې نورو ناروغیو مخه نیولی شئ.
تحرک او تمرین
سربیره پردې، چې فزیکي حرکت نه یوازې د ډیرو ناروغیو په مخنیوي او د وینې رګونو په حرکت ساتلو کې ګټور دي، بلکې دا د انسان د مغزو له پاره هم ګټورې اغیزې لري. په دې ترتیب ورزشي حرکتونه نه یوازې په انسان کې د فکري تمرکز ځواک پياوړی کوي، بلکې د انسان د حافظې له پاره هم ډېر اغېزناک دی.
سګرټ وغورځوئ
د سګرټ څکولو پریښودل هیڅ وخت د نن په پرتله اسانه نه دي. په آلمان کې نږدې په ټولو عامه ځایونو کې سګرټ څکول منع دي، او ورځ په ورځ ډېر کم شمېر خلک سګرټ څکوي. د سګرټ څکولو علاقه هم کمه شوې ده. نیکوتین یو نیوروټوکسین دی. که څوک د دې دلیل له پاره قناعت ونه کړي، دا ماده د وینې په جریان کې د ګډ وډۍ خطر هم لري.
الکول خالص زهر دي
الکول هم د اعصابو له پاره یوه زهرجنه ماده ده. د الکولو ډېر کارول دماغو ته زیان رسوي. ډېرو ساینسي مطالعاتو دا موضوع ثابته کړې ده.
ذهني فعالیت
پر دې سربېره، هر ډول ذهني فعالیت کولی شي چې د انسان دماغ له رکود څخه وژغوري. دا په دې معنی ده چې نه یوازې د معما حل کول یا د جملو یادول د انسان دماغ سره مرسته کولی شي، بلکې ټولنیزې اړیکې، کوم چې د سپورت د چمتو کولو یوه لاره ده، هم کولی شي د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
منظمه نڅا
که څه هم نڅا او موسیقي په رسمي ډول سپورت نه ګڼل کیږي، خو دا دواړه د خلکو په ځوان ساتلو کې اغیزناک دي. د سختو ناروغیو د مخنیوي له پاره پر طبي درملنې سربیره، د تمرین او نڅا بله غوره لاره ده.