د غذایي موادو ګرانۍ د بریتانیا انفلاسیون سخت لوړ کړی
۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبهاعلان
لکه څنګه چي نن چهارشنبه(د اکتوبر میاشتي ۱۹ مه) د احصايې مرکزي دفتر په لندن کي خبر ورکړ، په سپټمبر کي د تیري میاشتي په مقایسه مالونه او نور خدمات ۱۰،۱ فیصده ګران سوي دي. په تیر اګست میاشت کي لا د ګرانۍ درجه ۹،۹ فیصده ته رسیدلې وه.
بریتانوي پونډ هم د انفلاسیون د دغه خبر تر اعلان وروسته ۰،۲ فیصده ارزښت له لاسه ورکړ او یو ډالر په ۱،۱۳۰۱ باندي تبادله سو.